۲۰۲۴ جون ۲۳
ورځنۍ رڼا, جون ۲۴: هغوئ درې ورځې سفر وکړو (شمېر ۱۰:۳۳)
ورځنۍ رڼا
هغوئ درې ورځې سفر وکړو. د مالِک خُدائ د لوظ صندوق به همېشه د هغوئ نه مخکښې تلو چې د هغوئ دپاره د دمې کولو ځائ پېدا کړى.
شمېر ۱۰:۳۳
ستا په لاسونو کښې دے مستقبل زما.
زبور ۳۱:۱۵
مونږ له يې په ميراث کښې زمکه راکړله.
زبور ۴۷:۴
اے مالِکه خُدايه، په سبب زما د دشمنانو، ... خپله نېغه لار دې ما ته راوښايه.
زبور ۵:۸
هر څۀ چې تۀ کوې هغه خپل مالِک خُدائ ته وسپاره، په هغۀ يقين لره هغه به شى ستا مددګاره.
زبور ۳۷:۵
چې تۀ هر کار کوې نو په هغې کښې مالِک خُدائ ياد ساته، او هغه به تا ته صحيح لاره ښائى.
متلونه ۳:۶
کۀ تاسو د لارې نه ښى يا ګس طرف ته واوړئ، نو د وروستو نه به ستاسو لار ښودنه کيږى چې، ”دا لاره صحيح ده، په دې روان شئ.“ تاسو به په خپلو غوږونو دا اورئ.
يشعياه ۳۰:۲۱
مالِک خُدائ دے شپون زما، نو د هيڅ څيز حاجت نشته دے زما. راکوى آرام په شين چمن کښې ما له، بوځى مې هغه د آرامو اوبو خوا له.
زبور ۲۳:۱–۲
څومره چې پلار په خپلو بچو باندې مهربان وى، نو دومره مالِک خُدائ په هغوئ مهربانه دے څوک چې د هغۀ نه يريږى. ځکه چې هغۀ ته پته ده چې مونږ څنګه جوړ شوى يُو، هغۀ ته دا ياد دى چې مونږ خاورې يُو.
زبور ۱۰۳:۱۳–۱۴
خو ستاسو آسمانى پلار ستاسو د حاجتونو نه ښۀ خبر دے.
متى ۶:۳۲
او خپله ټوله پرېشانى په هغۀ واچوئ ځکه چې هغه ستاسو خيال ساتى.
اول پطروس ۵:۷
تۀ کوم ځائ پاتې کېږې؟“ عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”راشئ او وګورئ، نو هغوئ د هغۀ سره لاړل او هغه ځائ يې وليدلو چرته چې هغه پاتې کېدو او هغوئ نوره ورځ د هغۀ سره تېره کړله چې دا تېر ماسپښين وو.
يوحنا ۱:۳۸–۳۹
زما د پلار په کور کښې د اوسېدو ډېر ځايونه دى. کۀ چرې داسې نۀ وے نو بيا به ما تاسو ته دا وئيلى وُو څۀ چې زۀ ځم چې تاسو دپاره ځائ تيار کړم؟ او کۀ زۀ لاړ شم او تاسو له ځائ تيار کړم نو زۀ به په خپله بيا راشم او تاسو به د ځان سره بوځم، نو چې چرته زۀ يم هلته به تاسو هم يئ.
يوحنا ۱۴:۲–۳
هر څوک چې کامياب شى هغه به ما سره په تخت کښېنى.
رويا ۳:۲۱
زۀ هغه مقدس خُدائ تعالىٰ يم، چې د همېشه دپاره ژوندے يم. زۀ په اوچت او مقدس مقام کښې اوسېږم، خو زۀ د هغه خلقو سره هم اوسېږم چې څوک د روح عاجزان او توبه ګار وى، نو چې داسې زۀ د هغوئ خوشحالى او حوصله بحال کړم.
يشعياه ۵۷:۱۵
ګوره، زۀ په ور کښې ولاړ يم او ور وهم. او کۀ تۀ آواز اورې او ما ته ور کولاو کړې نو زۀ به درشم او يو بل سره به په شريکه روټۍ وخورو.
رويا ۳:۲۰
او دا يقين ساتئ چې زۀ به تل او تر قيامته پورې تاسو سره يم.“
متى ۲۸:۲۰
خُدايه پاکه، ستا رښتينې او ابدى مينه څومره قيمتى ده. ټول انسانان ستا په وزرو کښې پناه اخلى.
زبور ۳۶:۷
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۴ جون ۲۲
کولوسيان ۳:۳ · روميان ۶:۲
۲۰۲۴ جون ۲۱
اول پطروس ۲:۲۱ · مرقوس ۱۰:۴۵
۲۰۲۴ جون ۲۰
هِجرت ۲:۹ · متى ۲۰:۴
۲۰۲۴ جون ۱۹
عبرانيان ۱۲:۱۴ · يوحنا ۳:۳
۲۰۲۴ جون ۱۸
هِجرت ۲۵:۲۱–۲۲ · عبرانيان ۹:۸
۲۰۲۴ جون ۱۷
فيليپيانو ۴:۶ · زبور ۱۱۶:۱–۲
