څښتن نږدې دی — ۲۰۲۵ سېپتمبر ۲۸: عیسی مسیح له مړو څخه لومړی زیږیدلی او واکمن دی

څښتن نږدې دیټیم هیډلي، سینیور

څښتن نږدې دی
ټولې لیکنې

۸ بيا د مالِک خُدائ کلام په الياس نازل شو چې، ۹ ”اوس د صيدا سره نزدې د صارفت ښار ته لاړ شه او هلته دېره شه. ما هلته يوې کونډې ته وئيلى دى چې تا له خوراک درکوى.“ ۱۰ نو الياس صارفت ته لاړو او چې څنګه هغه د ښار دروازې ته ورسېدو نو هغۀ يوه کونډه وليده چې د اور خشاک يې راغونډولو. نو هغه يې راوغوښته او ورته يې وفرمائيل، ”ما له په جام کښې لږې اوبۀ راوړه چې وې څښم.“ ۱۱ څنګه چې هغه اوبو راوړلو له روانه شوه، نو هغۀ آواز ورکړو، ”ما له لږه روټۍ هم راوړه؟“ ۱۲ کونډې ورته ووئيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ ستا د خُدائ پاک په نوم قسم خورم چې هيڅ مې نۀ دى پاخۀ کړى. ما سره په منګى کښې صِرف يو موټے اوړۀ او په لوښى کښې يو څاڅکے قدرې د زيتُونو تېل دى. زۀ دلته لږ شان خشاک راټولولو له راغلې يم چې ځان سره يې کور ته يوسم او خپل زوئ او ځان له لږ خوراک تيار کړم. او د دې خوراک نه پس به مونږ د لوږې نه مړۀ شُو.“ ۱۳ الياس ورته وفرمائيل، ”مۀ يرېږه. کور ته لاړه شه او چې څۀ دې ووئيل نو هم هغه شان وکړه. خو اول، چې تا سره څۀ دى د هغې نه يوه وړه روټۍ پخه کړه او ما له يې لږه راوړه او بيا د خپل زوئ او ځان دپاره څۀ تيار کړه. ۱۴ ځکه چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى چې تر هغې به ستا په منګى کښې اوړۀ او په لوښى کښې تېل ختم نۀ شى ترڅو چې ما مالِک خُدائ په زمکه باران نۀ وى ورولے.“ ۱۵ هغه کونډه کور ته لاړه او هم هغه شان يې وکړل چې څۀ ورته الياس فرمائيلى وُو. او د هغوئ درېو واړو دپاره د ډېر وخت خوراک موجود وو. ۱۶ مالِک خُدائ هغه وعده پوره کړه چې کومه يې د الياس پېغمبر په ذريعه کړې وه او په منګى کښې نۀ اوړۀ او نۀ په لوښى کښې تېل ختم شول. ۱۷ څۀ موده وروستو، د هغه کونډې ښځې زوئ بيمار شو او ورځ په ورځ هغه نور هم خرابېدو او په آخر کښې يې ساه ورکړه. ۱۸ هغه ښځې الياس ته ووئيل، ”د خُدائ پاک پېغمبره دا تا ما سره څۀ کړى دى؟ تۀ دلته د دې دپاره راغلے يې چې خُدائ پاک ته زما ګناهونه راياد کړې او زما د زوئ د مرګ سبب وګرځې؟“ ۱۹ الياس ورته وفرمائيل، ”ما له ستا زوئ راکړه.“ بيا هغۀ هلک د هغې د غېږې نه واخستلو او بره يې هغه کوټې ته وخېژولو چرته چې اوسېدو. الياس هغه هلک په خپل کټ کښې واچولو ۲۰ او مالِک خُدائ ته يې سوال وکړو، ”اے مالِکه، زما خُدايه پاکه، تا د دې کونډې سره دومره بد ولې وکړل؟ هغه زما سره دومره ښۀ ده چې زما خيال ساتى او اوس تۀ د هغې زوئ وژنې.“ ۲۱ بيا الياس درې ځل هغه هلک راغاړه ويستلو او مالِک خُدائ ته يې سوال وکړو، ”اے مالِکه، زما خُدايه پاکه، دا ماشوم دې بيا راژوندے شى.“ ۲۲ مالِک خُدائ د الياس سوال واورېدو او هلک بيا ساه اخستل شروع کړل او ژوندے شو. ۲۳ الياس هغه هلک واپس لاندې د هغۀ مور له راوستو او هغې ته يې وفرمائيل، ”وګوره، ستا زوئ ژوندے دے.“ ۲۴ هغه ښځې ورته ووئيل، ”اوس ما ته پته ولګېده چې تۀ د خُدائ پاک پېغمبر يې او ستا د خولې په ذريعه د مالِک خُدائ کلام رښتيا دے.“

۱ د پېغمبرانو د يوې ډلې د يو پېغمبر کونډه اليشع له لاړه او ورته يې ووئيل، ”صاحِبه، زما خاوند مړ دے. لکه څنګه چې تا ته پته ده چې هغه د مالِک خُدائ نه يرېدو، نو ما له قرض‌خوا راغلے دے چې زما دوه زامن بوځى او خپل غلامان يې جوړ کړى.“ ۲ هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”زۀ ستا دپاره څۀ وکړم؟ ما ته ووايه چې ستا په کور کښې څۀ شته؟“ هغې ورته ووئيل، ”د زيتُونو تېلو د يو وړوکى لوښى نه بغېر هيڅ هم نشته.“ ۳ اليشع هغې ته وفرمائيل، ”خپلو ټولو ګاونډيانو کره لاړه شه او چې څومره ډېر کېدے شى د هغوئ نه خالى لوښى وغواړه. ۴ بيا تۀ او ستا زامن کور ته لاړ شئ، دروازه بنده کړئ او په لوښو کښې تېل اچول شروع کړئ. چې يو لوښے ډکيږى نو هغه يو طرف ته اېږدئ.“ ۵ نو هغه ښځه خپلو زامنو سره کور ته دننه لاړه، دروازه يې بنده کړه، د زيتُونو هغه وړوکے لوښے يې واخستلو او تېل يې په لوښو کښې اچول او د هغې زامنو ورله لوښى راوړل. ۶ کله چې هغوئ ټول لوښى ډک کړل، نو هغې ترې نه تپوس وکړو چې نور شته. نو يو زوئ ورته ووئيل، ”نور نشته.“ نو د تېلو بهېدل بند شول. ۷ هغه واپس اليشع پېغمبر له لاړه او هغۀ ورته وفرمائيل، ”د زيتُونو تېل خرڅ کړه او خپل ټول قرض ختم کړه او چې پېسې پاتې شى نو په هغې باندې تۀ او ستا زامن خپله خرچه کوئ.“ ۸ يوه ورځ اليشع شونيم ته لاړو، چرته چې يوه مالداره ښځه اوسېده. هغې هغۀ له د روټۍ دعوت ورکړو، بيا چې هغه کله هم شونيم ته تلو نو د هغې په کور کښې به يې روټۍ خوړله. ۹ هغې خپل خاوند ته ووئيل، ”دلته چې کوم سړے اکثر راځى نو زما دا يقين دے چې هغه د خُدائ پاک خِدمتګار دے. ۱۰ راځه چې په چت باندې يوه وړه کوټه جوړه کړُو، يو کټ، مېز، کُرسۍ او يوه ډيوه به په کښې کېږدو او چې هغه کله مونږ له راځى نو هلته به پاتې کيږى.“ ۱۱ يوه ورځ هغه راغلو او د آرام دپاره خپلې کوټې ته وختلو. ۱۲ نو هغۀ خپل نوکر جيحازى ته وفرمائيل چې، ”لاړ شه او هغه شونيمى ښځه راوغواړه.“ کله چې هغه راغله، ۱۳ نو هغۀ جيحازى ته وفرمائيل، ”هغې ته ووايه چې زمونږ د ضرورتونو پوره کولو دپاره يې کوم تکليف کړے دے نو د دې په بدل کښې زۀ د هغې دپاره څۀ وکړم. کېدے شى چې هغه ما ته ووائى چې بادشاه يا د فوج مشر له لاړ شم او د هغې سفارش وکړم.“ هغې ورته ووئيل، ”زما خلق زما خيال ساتى.“ ۱۴ اليشع د جيحازى نه تپوس وکړو، ”نو زۀ د هغې دپاره څۀ وکړم؟“ هغۀ ورته ووئيل، ”خبره دا ده چې د هغې بچى نشته او د هغې خاوند يو بوډا سړے دے.“ ۱۵ اليشع حُکم وکړو، ”هغې ته ووايه چې دلته راشى.“ نو هغه راغله او د دروازې په خولۀ کښې ودرېدله، ۱۶ اليشع هغې ته وفرمائيل، ”په راتلونکى کال کښې هم په دې وخت کښې به تا په خپل غېږ کښې يو زوئ نيولے وى.“ هغې ووئيل، ”صاحِبه، ما ته دروغ مۀ وايه. تۀ د خُدائ پاک خِدمتګار يې.“ ۱۷ خو لکه چې څنګه اليشع فرمائيلى وُو، په ورپسې کال تقريباً هم هغه وخت د هغې يو زوئ پېدا شو. ۱۸ کله چې هلک لوئ شو نو يوه ورځ هغه بهر خپل پلار له ووتلو، پلار يې د لَوګرو سره په پټى کښې وو. ۱۹ ناڅاپه هغۀ خپل پلار ته چغه کړه، ”زما په سر څۀ وشول. زما سر خوږيږى.“ پلار يې يو نوکر ته ووئيل، ”هلک خپلې مور له بوځه.“ ۲۰ هغه نوکر هلک واپس خپلې مور له بوتلو، او تر هغې پورې يې په غېږ کښې نيولے وو، چې د غرمې په وخت هغه مړ شو. ۲۱ هغې هغه د اليشع کوټې له يوړو، هغه يې په کټ کښې واچولو او لاړه، دروازه يې ورپسې بنده کړه. ۲۲ بيا يې خپل خاوند راوغوښتلو او ورته يې ووئيل، ”يو نوکر د خر سره دلته راولېږه چې زۀ زر زر د خُدائ پاک خِدمتګار له لاړه شم او بيا واپس راشم.“ ۲۳ خاوند ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ نن ولې روانه شوې؟ نن خو نۀ د سبت ورځ ده او نۀ د نوې مياشتې اختر دے.“ هغې ورته ووئيل، ”خېر به شى.“ ۲۴ بيا هغې خر کته کړو او نوکر له يې حُکم ورکړو، ”څومره تېز چې خر تلے شى نو بو يې ځه او چې ما درته وئيلى نۀ وى نو چې په مزه يې نۀ کړې.“ ۲۵ نو هغه روانه شوه او د کرمل غر ته لاړه، چرته چې اليشع وو. اليشع هغه د لرې ځائ نه وليده چې راروانه وه او خپل نوکر جيحازى ته يې وفرمائيل، ”ګوره، هغه ښځه د شونيم نه راغله. ۲۶ هغې له تېز ورشه او دا معلوم کړه چې هغه، د هغې خاوند، د هغې زوئ په خېر دى.“ هغه ښځې جيحازى ته ووئيل، ”آو، هر څۀ په خير دى.“ ۲۷ خو چې کله هغه په غرۀ باندې اليشع له راغله نو هغه د اليشع په مخکښې ټيټه شوه او هغۀ ته په پښو پرېوته. جيحازى هغې له ديکه ورکوله چې اليشع ورته وفرمائيل، ”هغه پرېږده، تۀ دا نۀ ګورې چې ډېره زياته خفه ده؟ او مالِک خُدائ ما ته نۀ دى وئيلى چې څۀ شوى دى.“ ۲۸ ښځې هغۀ ته ووئيل، ”صاحِبه، ما ستا نه زوئ غوښتے وو څۀ؟ ما تا ته نۀ وُو وئيلى چې زما اُميدونه مۀ راپاڅوه؟“ ۲۹ اليشع جيحازى له مخ راوړولو او ورته يې وفرمائيل، ”ځان تيار کړه، زما امسا واخله او لاړ شه. په لاره باندې د چا سره سلام دُعا مۀ کوه او کۀ په تا څوک سلام اچوى نو جواب هم مۀ ورکوه. هغه کور ته سيدها لاړ شه او زما امسا د هلک په مخ باندې کېږده.“ ۳۰ د هلک مور اليشع ته ووئيل، ”زما دې په ژوندى مالِک خُدائ او ستا په سر قسم وى چې زۀ به ستا نه بغېر لاړه نۀ شم.“ نو اليشع د هغې سره لاړو. ۳۱ جيحازى وړاندې لاړو او د هلک په مخ يې امسا کېښوده، خو هيڅ آواز يا د ژوند څۀ علامت په کښې نۀ وو. نو هغه د اليشع سره مِلاوېدو دپاره واپس لاړو او ورته يې ووئيل، ”هغه هلک خو پا نۀ څېدو.“ ۳۲ کله چې اليشع ور ورسېدو، نو هغه کوټې ته يواځې دننه لاړو او وې ليدل چې هلک په کټ باندې مړ پروت دے. ۳۳ هغۀ دروازه بنده کړه او مالِک خُدائ ته يې سوال وکړو. ۳۴ بيا هغه کټ له لاړو او په هلک ورپرېوتلو، خپله خولۀ يې د هلک په خولۀ کېښوده، سترګې د هغۀ په سترګو او لاسونه يې د هلک په لاسونو کېښودل. بيا هغه د هلک د پاڅه څملاستو، نو هلک ګرمېدو. ۳۵ اليشع پاڅېدو، په کوټه کښې وګرځېدو او واپس لاړو او په هلک باندې څملاستو. هلک اووۀ ځل انټوشى وکړو او بيا يې سترګې وغړولې. ۳۶ اليشع جيحازى راوغوښتلو او ورته يې وفرمائيل چې، ”د هلک مور راوغواړه.“ کله چې هغه راغله، نو هغۀ ورته وفرمائيل، ”زوئ دې واخله.“ ۳۷ نو هغه د اليشع په پښو پرېوتله، زمکې ته ټيټه شوه، او بيا هغې خپل زوئ واخستلو او لاړه. ۳۸ کله چې اليشع جِلجال ته راواپس شو، نو په هغه مُلک کښې قحط وو. د پېغمبرانو يوه ډله د هغۀ په وړاندې ناسته وه، هغۀ خپل نوکر ته وفرمائيل چې په اور باندې يو غټ لوښے کېږده او د هغوئ دپاره ښوروا تياره کړه. ۳۹ د هغوئ نه يو کس پټو ته لاړو چې څۀ بوټى راټول کړى. هغۀ د ځنګلى کدو يو بوټے وموندلو او د ځنګلى کدوانو نه يې يوه غېږه راټوله کړه. هغۀ دا راوړل، پرې يې کړل او په ښوروا کښې يې واچول، خو په دې نۀ پوهېدو چې دا څۀ شے دے. ۴۰ ښوروا هغه سړو ته واچولے شوه چې وې خورى، خو چې څنګه يې دا وڅَکله نو هغوئ اليشع ته وفرمائيل، ”اے د خُدائ پاک خِدمتګاره. په دې لوښى کښې خو زهر دى.“ او هغوئ دا نۀ شوه خوړلے. ۴۱ اليشع څۀ اوړۀ راوغوښتل، لوښى کښې يې واچول او وې فرمائيل، ”هغوئ ته لږه نوره ښوروا واچوه.“ نو په لوښى کښې ښوروا ټيک شوه. ۴۲ يو بل ځل، د بعل‌سليسه نه يو سړے راغلو، اليشع له يې شل روټۍ راوړې چې په هغه کال د اوربشو د اول فصل نه تيارې شوې وې او څۀ تازه وَږى يې هم راوړل. اليشع خپل نوکر ته وفرمائيل چې، ”د پېغمبرانو قبيلې له دا خوراک ورکړه،“ ۴۳ خو هغۀ ورته وفرمائيل، ”سلو سړو ته دا خوراک څنګه کېږدم؟“ اليشع ورته وفرمائيل، ”هغوئ له يې ورکړه چې وې خورى، ځکه چې مالِک خُدائ فرمائى چې هغوئ به ورباندې ماړۀ شى او ترې نه پاتې به هم شى.“ ۴۴ نو نوکر روټۍ د هغوئ په مخکښې کېښوده او لکه چې څنګه مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، هغوئ ټولو روټۍ وخوړه او څۀ ترې نه پاتې هم شوه.

۱ د يهوداه بادشاه اخزياه زوئ يوآس د بادشاهۍ په درويشتم کال، د ياهُو زوئ يهوآخز د اِسرائيل بادشاه شو او هغۀ په سامريه کښې اوولس کاله بادشاهى وکړه. ۲ هغۀ د يربعام بادشاه په شان د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه چا چې اِسرائيليان د ګناه طرف ته بوتلى وُو، هغۀ هيڅکله خپل بد عملونه نۀ پرېښودل. ۳ نو مالِک خُدائ اِسرائيل ته غصه شو او هغۀ د شام بادشاه حِزائيل او د هغۀ زوئ بِن‌حدد پرېښودل چې اِسرائيل له بار بار شکست ورکړى. ۴ نو يهوآخز مالِک خُدائ ته سوال وکړو نو مالِک خُدائ د هغۀ سوال واورېدو، ځکه چې مالِک خُدائ ته پته وه چې د شام بادشاه د اِسرائيل سره څومره سخت ظلم کوى. ۵ نو مالِک خُدائ اِسرائيلو له يو خلاصونکے راولېږلو، چې هغوئ يې د شاميانو نه آزاد کړل، نو اِسرائيلو د مخکښې په شان په امن کښې ژوند تېرولو. ۶ خو هغوئ بيا هم هغه ګناهونه پرې نۀ ښودل چې يربعام بادشاه اِسرائيليان هغې طرف ته بوتلى وُو او د اشيرې بُت ستنه په سامريه کښې پاتې شوه. ۷ د يهوآخز سره صرف پنځوس په آسونو سوارۀ کسان، او لس جنګى ګاډۍ او لس زره پياده فوجيان پاتې وُو، ځکه چې د شام بادشاه د هغوئ نه علاوه نور ټول لښکر تباه کړى وُو او سم غوبل يې ورباندې کړے وو. ۸ يهوآخز چې نور هر څۀ هم کړى وُو سره د هغۀ د ټولو بهادرۍ کارونو، هر څۀ د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى. ۹ هغه مړ شو او په سامريه کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ يهوآس د هغۀ نه پس بادشاه شو. ۱۰ د يهوداه بادشاه يوآس د بادشاهۍ په اووۀ دېرشم کال، د يهوآخز زوئ يهوآس د اِسرائيل بادشاه شو او هغۀ په سامريه کښې شپاړس کاله حکومت وکړو. ۱۱ هغۀ هم د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه او يربعام د نباط زوئ د بدو لارو نه نۀ اوړېدو، چا چې اِسرائيليان د ګناه طرف ته بوتلى وُو. ۱۲ نور هر څۀ چې يهوآس کړى وُو، سره د يهوداه بادشاه امصياه خِلاف په جنګ کښې د هغۀ بهادرى، هغه د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى. ۱۳ يهوآس مړ شو او د سامريه په شاهى اديره کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ بادشاه شو چې د هغۀ نوم هم يربعام وو. ۱۴ اليشع پېغمبر په يوه سخته بيمارۍ بيمار شو او چې هغه مړ کېدو نو د اِسرائيل بادشاه يهوآس مِلاوېدو له ورَغلو او د هغۀ د حالت په ليدو باندې يې ژړل. هغۀ چغې وهلې، ”زما پلاره، زما پلاره. تۀ د اِسرائيلو تکړه حِفاظت کوونکے وې.“ ۱۵ اليشع حُکم ورکړو، ”لينده او يو څو غشى واخله.“ نو يهوآس واخستل، ۱۶ او اليشع هغۀ ته وفرمائيل چې، ”د غشو ويشتلو دپاره تيار شه.“ نو بادشاه هم هغه شان وکړل او اليشع خپل لاسونه د بادشاه په لاسونو کېښودل. ۱۷ نو د پېغمبر په خبرو يې عمل وکړو، بادشاه هغه کړکۍ کولاو کړه چې د شام طرف ته وه. اليشع ورته وفرمائيل، ”غشے ووله.“ څنګه چې بادشاه غشے وويشتو، نو پېغمبر وفرمائيل، ”تۀ د مالِک خُدائ غشے يې، په کوم باندې چې به شام فتح کړى. تۀ به په افيق کښې د شاميانو سره تر هغې پورې جنګ کوې چې شکست ورکړې.“ ۱۸ بيا اليشع بادشاه ته وفرمائيل چې، ”نور غشى واخله او د دې سره زمکه ووهه.“ نو بادشاه درې ځلې زمکه ووهله او بيا يې بس کړل. ۱۹ په دې باندې اليشع غصه شو او بادشاه ته يې وفرمائيل، ”تا له په کار وُو چې پينځۀ شپږ ځلې دې وهلے، نو تا به په شاميانو باندې پوره فتح موندلے وے، خو اوس به تۀ هغوئ له صِرف درې ځل شکست ورکړې.“ ۲۰ اليشع مړ شو او ښخ شو. هر کال به د سپرلى په موسم کښې د موآبيانو لښکر د اِسرائيل په مُلک حمله کوله. ۲۱ يو وخت د يو سړى په جنازه کښې، ډاکوان وليدلے شو او دې خلقو د اليشع په قبر باندې مړے وروغورزولو او وتښتېدل. نو چې څنګه لاش د اليشع د هډوکى سره ولګېدو، نو هغه کس راژوندے شو او ودرېدو. ۲۲ د يهوآخز په ټوله بادشاهۍ کښې د شام بادشاه حِزائيل به په اِسرائيلو زياتے کولو، ۲۳ خو مالِک خُدائ په هغوئ مهربان او رحم کوونکے وو. او هغوئ يې دې ته نۀ پرېښودل چې تباه شى، خو د هغه لوظ په وجه يې د هغوئ مدد کولو، چې کوم يې د اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب سره کړے وو. هغۀ هيڅکله خپل خلق نۀ هېرول. ۲۴ کله چې د شام بادشاه حِزائيل مړ شو نو د هغۀ زوئ بِن‌حدد بادشاه شو. ۲۵ بيا د اِسرائيل بادشاه يهوآس بِن‌حدد له درې ځله شکست ورکړو او هغه ښارونه يې بيا قبضه کړل چې د يهوآخز د بادشاهۍ په دوران کښې بِن‌حدد نيولى وُو، يهوآخز د يهوآس پلار وو.

اول بادشاهان ۱۷:۸–۲۴ · دوېم بادشاهان ۴ · دوېم بادشاهان ۱۳ · PYPB

کله چې یوحنا دا اصطلاح «له مړو څخه » کاروي ترڅو تشریح کړي چې څښتن څوک دی، هغه د هغه په اړه د لومړي کس په توګه خبرې نه کوي چې له مړو څخه راپورته شوی. په زوړ عهد کې داسې کسان وو چې له مړو څخه راپورته شوي وو، لکه د د زوی (1 پاچاهان 17:8-24)، یا د شولامیت زوی (2 پاچاهان 4)، یا حتی هغه سړی چې د یې لمس کړل (2 پاچاهان 13). په نوي عهد کې موږ د جایروس ، د نین د کونډې زوی، او د په اړه زده کوو—ټول له مړو څخه راپورته شوي وو.

مګر دلته زموږ په آیت کې، موږ زده کوو چې زموږ څښتن له مړو څخه دی. دا کلمه د رتبې او وقار، یا موقعیت په اړه لومړی فکر لري. دا په کې معنی نلري، مګر په غوره کې. څښتن ترټولو لوړ مقام نیسي. دا په روښانه توګه په یو مسیحي زبور کې راځي: «زه به هغه خپل ، د ځمکې د پاچاهانو ترټولو لوړ کړم» ().

شی چې موږ د څښتن په اړه لوستل هغه دا دی چې هغه «د ځمکې د پاچاهانو واکمن» دی. له ټولو څخه لوړ شوی، هغه د ځمکې د ټولو پاچاهانو واکمن دی! هغه د څښتنانو څښتن او د پاچاهانو دی (مکاشفه ). دا به په راتلونکې ورځ ټولو ته څرګند شي، کله چې په خپل ظهور کې بیرته راشي (). څښتن د ځمکې د واکمن په توګه لیدل کیږي او لیدل به شي، لکه څنګه چې په ټول زوړ عهد کې وړاندوینه شوې (؛ ؛ ).

په 4 او 5 آیتونو کې، یوحنا د څښتن د لپاره څو دلیلونه ورکړي دي. هغه ، له مړو څخه ، او د ځمکې د ټولو پاچاهانو واکمن دی. زموږ مبارک څښتن باید د خپل شخص د او د هغه څه د له امله شي چې هغه ترسره کړي دي!

په اصل کې په https://thelordisnear.org خپور شوی. د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ronnie Schmutz لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/a-very-tall-waterfall-in-the-middle-of-a-mountain-beO051yJ-iM)

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ
  • ۲۰۲۵ سېپتمبر ۲۷

    څومره قوي بیان! “تاسو او ستاسو کور به ژوندي پاتې شئ!” پاول ورته بیان وکاراوه کله چې...

  • ۲۰۲۵ سېپتمبر ۲۶

    د کلدانیانو (بابلیانو) لخوا د بیت المقدس د محاصرې د لنډې وقفې په جریان کې، یرمیاه په...

  • ۲۰۲۵ سېپتمبر ۲۵

    دا د صدقیا د واکمنۍ په نهمه کال، د لسمې میاشتې په لسمه ورځ وه چې د نبوکدنصر لخوا د بیت...

  • ۲۰۲۵ سېپتمبر ۲۱

    د ګناه څخه ډک سړي لپاره د فضل څخه ډک ژغورونکي څخه بل څه مناسب کیدی شي؟ یقینا هیڅ شی او...