او مالِک خُدائ وفرمائيل، ”چې هغوئ په بنى اِسرائيلو باندې د برکت دپاره زما نوم اخلى، نو زۀ به هغوئ له برکت ورکړم.“
شمېر 6:27
ورځنی رڼا
او مالِک خُدائ وفرمائيل، ”چې هغوئ په بنى اِسرائيلو باندې د برکت دپاره زما نوم اخلى، نو زۀ به هغوئ له برکت ورکړم.“
شمېر 6:27
اے مالِکه خُدايه، خُدايه پاکه، نورو مالِکانو په مونږ حکمرانى کړې ده، خو يواځې تۀ هغه هستى يې چې مونږ يې عبادت کوُو.
يشعياه 26:13
کله کله خو داسې ښکارى لکه چې مونږ هډو ستا خلق نۀ وُو او نۀ کله ستا د خلقو د نوم پورې تړلې يُو.
يشعياه 63:19
نو د دُنيا ټول قومونه به وګورى چې تاسو د مالِک خُدائ په نوم يادېږئ او هغوئ به ستاسو نه يريږى.
ګردان 28:10
مالِک خُدائ به د خپل نوم د خاطره تاسو نۀ پرېږدى، ځکه چې د هغۀ دا خوښه ده چې تاسو خپل خلق جوړ کړى.
اول سموئيل 12:22
اے مالِکه واوره، اے خُدايه مونږ معاف کړه. اے مالِکه زمونږ واوره او عمل پرې وکړه. اے زما خُدايه د خپل ځان د خاطره دې مۀ ايسارېږه، ځکه چې ستا ښار او ستا قوم ستا په نوم پورې تړلے شوى دى.“
دانيال 9:19
زمونږ مدد وکړه، اے زمونږ خلاصونکى پاکه خُدايه، چې ستا نوم جلال ومومى، د خپل نوم په خاطر مونږ ته خلاصون راکړه او زمونږ ګناهونه معاف کړه. غېر قومونه دې ولې داسې ووائى چې، ”د دوئ خُدائ پاک چرته دے؟“ زمونږ د سترګو په وړاندې دا قومونه پوهه کړه، چې تا د خپلو خادِمانو د توئ شوې وينې انتقام واخستو.
زبور 79:9-10
د مالِک خُدائ نوم مضبوطه قلعه ده، صادقان هلته منډه وهى او په حفاظت کښې وى.
متلونه 18:10
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۵ سېپتمبر ۲۷
1 Peter 5:6
۲۰۲۵ سېپتمبر ۲۶
Deuteronomy 32:4
۲۰۲۵ سېپتمبر ۲۵
James 1:4
۲۰۲۵ سېپتمبر ۲۴
Psalms 73:28
۲۰۲۵ سېپتمبر ۲۳
Ezra 9:9
۲۰۲۵ سېپتمبر ۲۲
Psalms 104:34
۲۰۲۵ سېپتمبر ۲۱
Romans 8:28