مونږ غلامان وُو، خو تا مونږ په غلامۍ کښې پرې نۀ ښودو. تا د فارس بادشاهان مونږ سره ښۀ کړل او دا اجازت دې راکړو چې خپل ژوند تېروو او ستا هغه کور بيا جوړ کړُو، کوم چې تباه شوے وو او دې ته دې هم پرېښودو چې په يهوداه او يروشلم کښې مونږ ته حِفاظت مِلاو شى.
عزرا 9:9
زما خوږو ملګرو، کوم د مصيبت اور چې ستاسو د آزمېښت دپاره په تاسو کښې بل دے، نو په هغې حېرانېږئ مه چې په مونږ دا عجيبه شان خبره راغلې ده.
اول پطروس 4:12
تاسو تنبيه وزغمئ، خُدائ پاک تاسو سره د زامنو په شان سلوک کوى. پلار د هر يو زوئ تنبيه کوى. او کۀ تاسو له هغه تنبيه درنۀ کړے شى په کومه کښې چې ټول بچى شريک دى نو تاسو حراميان شوئ، نه چې زامن.
عبرانيان 12:7-8
نو هغه پېغمبرانو يا د خوبونو تعبير ورکوونکو ته غوږ مۀ نيسئ. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو معلوموى چې تاسو د مالِک خُدائ سره د زړۀ د اخلاصه او د خپل ټول روح سره مينه کوئ او کۀ نه.
ګردان 13:3
مالِک خُدائ به د خپل نوم د خاطره تاسو نۀ پرېږدى، ځکه چې د هغۀ دا خوښه ده چې تاسو خپل خلق جوړ کړى.
اول سموئيل 12:22
”هيڅکله نه. يو مور خپل د پيو ماشوم هېرولے شى څۀ؟ او چې کوم بچے ترې نه پېدا شوے وى نو د هغۀ سره به مينه نۀ کوى څۀ؟ کۀ يوه مور خپل بچے هېر هم کړى، خو زۀ به تاسو هيڅکله هم هېر نۀ کړم.
يشعياه 49:15
بختور دى هغوئ د چا مدد چې د يعقوب خُدائ پاک وى،
او د چا اُميد چې په مالِک خُدائ يعنې په خپل خُدائ پاک وى.
زبور 146:5
نو ولې خُدائ پاک به د خپلو غوره شوو دُعا نۀ اورى څوک چې ورته شپه او ورځ زارى او مِنت کوى؟ ولې هغه به د دوئ په مدد کولو کښې ډېر وخت ولګوى؟ زۀ تاسو ته وايم، هغه به ډېر زر د هغوئ سره اِنصاف وکړى. خو کله چې اِبن آدم دوباره راشى، نو ولې هغه به څوک ايماندار په زمکه پېدا کړى؟“
لوقا 18:7-8