مونږ ته پته ده څوک چې د خُدائ پاک سره مينه کوى د هغه خلقو د ښېګړې دپاره هر څۀ په شريکه کار کوى يعنې کوم خلق چې د هغۀ د ارادې په مطابق رابللے شوى دى.
روميان 8:28
ورځنی رڼا
مونږ ته پته ده څوک چې د خُدائ پاک سره مينه کوى د هغه خلقو د ښېګړې دپاره هر څۀ په شريکه کار کوى يعنې کوم خلق چې د هغۀ د ارادې په مطابق رابللے شوى دى.
روميان 8:28
ځکه د انسانانو غصه ستا د ثناء سبب جوړيږى، او د هغوئ د قهر نتيجه ستا د جلال باعث جوړيږى.
زبور 76:10
تاسو زما خِلاف د بدو منصوبه جوړه کړه، خو خُدائ پاک دا په نېکۍ بدله کړه، ترڅو چې د ډېرو خلقو ژوند بچ کړى کوم چې نن ژوندى پاتې دى.
پېدايښت 50:20
نو بيا تاسو په يو انسان هم فخر مۀ کوئ، ځکه چې ټول هر څۀ ستاسو دى، نو کۀ پولوس وى او کۀ اپولوس، کۀ پطروس، او کۀ دُنيا، ژوند وى يا مرګ، کۀ موجوده وخت وى او يا آئنده وخت وى دا ټول هر څۀ ستاسو دى، او تاسو د عيسىٰ مسيح يئ او مسيح د خُدائ پاک دے.
اول کورنتيان 3:21-23
For all things are for your sakes, that the grace, being multiplied through the many, may cause the thanksgiving to abound to the glory of God. Therefore we don’t faint, but though our outward man is decaying, yet our inward man is renewed day by day. For our light affliction, which is for the moment, works for us more and more exceedingly an eternal weight of glory;
2 Corinthians 4:15-17
اے زما وروڼو او خوېندو، کله چې تاسو په قِسما قِسم آزمېښتونو کښې راګېر شئ نو خپل ځان بختور ګڼئ. ځکه چې تاسو ته پته ده چې ستاسو د ايمان آزمېښت صبر پېدا کوى. نو پرېږدئ چې صبر په تاسو کښې خپل کار پوره کړى چې تاسو پاخۀ او بالغان شئ او په تاسو کښې به بلکل د څۀ خبرې کمے نۀ وى.
يعقوب 1:2-4
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۵ سېپتمبر ۲۰
Proverbs 3:13
۲۰۲۵ سېپتمبر ۱۹
1 Peter 5:10
۲۰۲۵ سېپتمبر ۱۸
Psalms 119:18
۲۰۲۵ سېپتمبر ۱۷
Matthew 12:20
۲۰۲۵ سېپتمبر ۱۶
Proverbs 21:2
۲۰۲۵ سېپتمبر ۱۵
Romans 6:14-15
۲۰۲۵ سېپتمبر ۱۴
Isaiah 51:12