اونۍ د ۲۰۲۵ د سېپتمبر ۲۰

ورځنی رڼا

۲۰۲۵ سېپتمبر ۲۰

بختور ‎دے هغه څوک چې حِکمت حاصل کړى، او هغه څوک چې پوهه حاصله کړى.

متلونه 3:13

ځکه چې څوک ما ومومى نو هغه ژوند مومى، او د مالِک خُدائ رضا حاصلوى.

متلونه 8:35

مالِک خُدائ فرمائى، ”هوښيار دې په خپله هوښيارتيا فخر ونۀ کړى، نۀ دې زورَور په خپل زور باندې او نۀ دې دولتمند په خپل دولت باندې فخر وکړى.“ مالِک خُدائ فرمائى چې، ”کۀ څوک فخر کول غواړى نو هغه دې په دې خبره فخر وکړى چې دوئ ما پېژنى او په دې پوهيږى چې زۀ هغه مالِک خُدائ يم چې په زمکه باندې نۀ ختمېدونکې مينه، عدل و اِنصاف او صداقت راولم. ځکه چې په دې څيزونو کښې زما خوشحالى ده.“

يرمياه 9:23-24

د مالِک خُدائ يره د حِکمت شروع ده، د مقدس ذات پېژندګلو د پوهې اصليت دے.

متلونه 9:10

خو څۀ چې مخکښې زما دپاره ګټور وو هم هغه زۀ اوس د مسيح دپاره نقصان ګڼم. زۀ د دې عظيمې خبرې په وجه هر څۀ نقصان ګڼم په نسبت د دې چې زۀ خپل مالِک عيسىٰ مسيح وپېژنم. او د هغۀ د خاطره مې هر څۀ د لاسه ووتل خو ما دا ټول څيزونه ګند وګڼلو، د دې دپاره چې مسيح خپل کړم،

فيليپيانو 3:7-8

in whom are all the treasures of wisdom and knowledge hidden.

Colossians 2:3

ښې مشورې او تميز ورکول زما کار دے، زۀ پوهه او طاقت لرم.

متلونه 8:14

خُدائ پاک په خپله مونږ د عيسىٰ مسيح سره يو کړو، او د عيسىٰ مسيح په وسيله يې حکمت راکړو او هغه زمونږ دپاره صداقت، پاکوالے او خلاصون وګرځېدو،

اول کورنتيان 1:30

د صداقت مېوه د ژوندون ونه ده، خو هوښيار سړے زړونه ګټى.

متلونه 11:30

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې