دونۍ د ۲۰۲۵ د سېپتمبر ۱۵

ورځنی رڼا

۲۰۲۵ سېپتمبر ۱۵

نو ګناه به نور په تاسو حکومت نۀ کوى ځکه چې تاسو نور د شريعت د لاندې نۀ يئ بلکې د خُدائ پاک د فضل د لاندې يئ. نو اوس سوال دا دے، چې مونږ د شريعت د لاندې نۀ يُو او د فضل د لاندې يُو نو ولې بيا مونږ دې ګناه کوُو؟ نه، هيڅکله نه.

روميان 6:14-15

نو زما وروڼو او خوېندو، هم په دې وجه په تاسو کښې د شريعت اثر ختم شو کله چې تاسو مسيح سره مړۀ شوئ. نو اوس تاسو د هغه چا سره شامل شوئ څوک چې د مړو نه بيا راژوندے شوے دے، نو ځکه چې مونږ د خُدائ پاک دپاره د نېک کردار مېوه ونيسو.

روميان 7:4

ما د بې‌شريعته خلقو دپاره ځان بې‌شريعته جوړ کړو نو چې بې‌شريعته د مسيح دپاره راولم، اګر کۀ زۀ د خُدائ پاک د شريعت نه آزاد نۀ يم بلکې د مسيح په شريعت يم.

اول کورنتيان 9:21

د مرګ لشه ګناه ده او د ګناه طاقت شريعت دے. خو د خُدائ پاک شُکر دے چې هغۀ مونږ ته د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله فتح راکوى.

اول کورنتيان 15:56-57

ځکه چې د روح شريعت چې په عيسىٰ مسيح کښې مونږ ته ژوندون راکوى هغې مونږ د ګناه او د مرګ د شريعت نه آزاد کړى يُو.

روميان 8:2

عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم، هر څوک چې ګناه کوى هغه د ګناه غلام دے.

يوحنا 8:34

نو کۀ چرې زوئ تاسو آزاد کړى نو تاسو به په رښتيا سره آزاد يئ.

يوحنا 8:36

Stand firm therefore in the liberty by which Christ has made us free, and don’t be entangled again with a yoke of bondage.

Galatians 5:1

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې