هغوئ چې څۀ کوى ما هغه ليدلى دى، خو باوجود د دې به زۀ هغوئ ښۀ کړم. زۀ به د هغوئ رهنمائى کوم او چې څوک غمژن وى نو زۀ به تسلى ورکوم.
يشعياه 57:18
ورځنی رڼا
هغوئ چې څۀ کوى ما هغه ليدلى دى، خو باوجود د دې به زۀ هغوئ ښۀ کړم. زۀ به د هغوئ رهنمائى کوم او چې څوک غمژن وى نو زۀ به تسلى ورکوم.
يشعياه 57:18
ورته يې وفرمائيل، ”کۀ تاسو د مالِک خُدائ، د خپل خُدائ پاک خبره په غور سره واورئ او هغه څۀ کوئ کوم چې د هغۀ په نظر کښې صحيح دى او د هغۀ قانون ته پام کوئ او د هغۀ ټول حُکمونه پوره کوئ، نو زۀ به په تاسو داسې هيڅ بيمارۍ نۀ راولم چې کومې ما په مِصريانو راوستلې وې، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ شفا درکوونکے يم.“
هِجرت 15:26
اے مالِکه خُدايه، تا زۀ معلوم کړے يم او تۀ ما پېژنې. تا ته زما د ناستې پاستې پته ده، او زۀ کۀ لرې هم يم تۀ زما په سوچونو پوهېږې. زۀ کۀ ګرځم او کۀ ملاست يم، نو تا ته زما د ټولو کارونو پته ده.
زبور 139:1-3
زمونږ ګناهونه دې په خپل مخکښې اېښى دى، زمونږ پټې خطاګانې تا ته ښکاره دى.
زبور 90:8
او د خُدائ پاک نه يو مخلوق هم پټ نۀ دے بلکې د هغۀ د سترګو د وړاندې ټول بربنډ او بېپړدې پراتۀ دى چا ته به چې مونږ حساب ورکوو.
عبرانيان 4:13
مالِک خُدائ فرمائى، ”راځئ چې اوس دا مسئله حل کړُو. اګر چې ستاسو ګناهونو تاسو تک سرۀ داغى کړى يئ، خو زۀ به تاسو صفا کړم او لکه د واورې په شان به مو سپين کړم، اګر چې ستاسو داغونه تک سرۀ دى، خو تاسو به د وړۍ په شان تک سپين شئ.
يشعياه 1:18
او هغه په هغه کس باندې مِهربانه شى او ووائى چې، هغه بچ کړه چې قبر ته لاړ نۀ شى، ځکه چې ما ته د هغۀ د ژوند قيمت مِلاو شوے دے.
ايُوب 33:24
خو زمونږ د ګناه په وجه هغه زخمى شو، زمونږ د بغاوت په وجه هغه چخڼى کړے شو. چې کومه سزا ورکړے شوه نو د هغې په وجه مونږ ته شفا مِلاو شوه، هغۀ چې کوم وهل وخوړل نو د هغې په وجه مونږ روغ شُو.
يشعياه 53:5
د مالِک خُدائ روح په ما نازل دے ځکه چې زۀ هغۀ مسح کړے يم، او دې له يې رالېږلے يم چې غريبانانو ته زېرے ورکړم، مات شوى زړونه روغ کړم، د خلاصون اعلان وکړم او غلامانو ته آزادۍ ورکړم.
يشعياه 61:1
هغۀ هغې ته وفرمائيل چې، ”زما لورې، ستا ايمان تۀ روغه کړې. په خير لاړه شه او د دې تکليف نه روغه شه.“
مرقوس 5:34
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۵ سېپتمبر ۱۱
Romans 12:2
۲۰۲۵ سېپتمبر ۱۰
Jeremiah 32:9
۲۰۲۵ سېپتمبر ۹
Luke 1:53
۲۰۲۵ سېپتمبر ۸
Daniel 5:27
۲۰۲۵ سېپتمبر ۷
Romans 12:12
۲۰۲۵ سېپتمبر ۶
Lamentations 3:41
۲۰۲۵ سېپتمبر ۵
1 Corinthians 12:12