راځئ چې په اخلاص خپل لاسونه پورته کړُو او آسمانى خُدائ پاک ته داسې ووايو،
مرثيى 3:41
ورځنی رڼا
راځئ چې په اخلاص خپل لاسونه پورته کړُو او آسمانى خُدائ پاک ته داسې ووايو،
مرثيى 3:41
زمونږ د مالِک خُدائ خُدائ پاک په شان بل څوک دے، هغه څوک چې پاس په آسمان کښې په تخت ناست دے. څوک چې خپل ځان په دې عاجزوى چې آسمانونو او زمکې ته لاندې ګورى.
زبور 113:5-6
زما مالِکه خُدايه، زۀ دُعا غواړم له تا،
زبور 25:1
زۀ تا ته د دُعا دپاره لاسونه پورته کوم، زما ځان لکه د للمې زمکې ستا تږے دے. اے مالِکه خُدايه، ما ته زر جواب راکړه، زۀ نااُميده شوے يم. ما نه خپل مخ مۀ اړوه، نو ګنې زۀ به د هغوئ په شان شم څوک چې ښکته قبر ته روان وى. سحر دې ستا د تل عُمرى مينې کلام راوړى، ځکه چې زۀ په تا باندې يقين لرم. ما ته هغه لار راوښايه چې زۀ پرې لاړ شم، ځکه چې تا ته ما خپل ځان په دُعا کښې پورته کړے دے.
زبور 143:6-8
ستا نۀ ختمېدونکې مينه د ژوند نه ښۀ ده، نو ځکه به زما شونډې ستا لوئى بيانوى. ترڅو چې زۀ ژوندے يم ستا ثناء صِفت به ادا کوم، او خپل لاسونه به په دُعا کښې ستا په نوم پورته کړم.
زبور 63:3-4
خپل خِدمتګار ته دې خوشحالى ورکړه، ځکه چې ما خپل ځان تا ته وقف کړے دے. تۀ بخښونکے او ښۀ يې مالِکه خُدايه، او څوک چې درنه سوال کوى تۀ د هغوئ سره نۀ ختمېدونکې مينه کوې.
زبور 86:4-5
تاسو چې څۀ هم زما په نوم وغواړئ زۀ به هغه وکړم نو چې د پلار لوئى په زوئ کښې څرګنده شى.
يوحنا 14:13
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۵ سېپتمبر ۵
1 Corinthians 12:12
۲۰۲۵ سېپتمبر ۴
Ruth 3:18
۲۰۲۵ سېپتمبر ۳
Exodus 13:7
۲۰۲۵ سېپتمبر ۲
Psalms 27:14
۲۰۲۵ سېپتمبر ۱
Galatians 5:22-23
۲۰۲۵ اګست ۳۱
Romans 5:16
۲۰۲۵ اګست ۳۰
Esther 5:2