يونۍ د ۲۰۲۵ د اګست ۳۱

ورځنی رڼا

۲۰۲۵ اګست ۳۱

او بيا دا چې د خُدائ پاک د فضل او د آدم د نافرمانۍ په نتيجه کښې غټ فرق دے ځکه چې د آدم نافرمانۍ دُنيا مجرمه کړه، کۀ څۀ هم چې مونږ ډېر ګناه ګار وُو خو د خُدائ پاک فضل مونږ د هغۀ سره پخلا کړو.

روميان 5:16

مالِک خُدائ فرمائى، ”راځئ چې اوس دا مسئله حل کړُو. اګر چې ستاسو ګناهونو تاسو تک سرۀ داغى کړى يئ، خو زۀ به تاسو صفا کړم او لکه د واورې په شان به مو سپين کړم، اګر چې ستاسو داغونه تک سرۀ دى، خو تاسو به د وړۍ په شان تک سپين شئ.

يشعياه 1:18

آو، زۀ هم هغه خُدائ پاک يم چې د خپل ځان په خاطر ستاسو په جرمونو پرده اچوم او ستاسو ګناهونه د خپل ذهن نه وباسم. راځئ چې عدالت ته لاړ شُو، خپل اِعتراض بيان کړئ. خپله خبره پېش کړئ چې ثابته شى چې تاسو په حقه يئ.

يشعياه 43:25-26

ما ستاسو ګناهونه د وريځې په شان لرې کړې دى. ما ستاسو ګناهونه داسې لرې کړې دى لکه چې نمر سخت دُهند لرې کوى. ما له راواپس شئ، زۀ هغه ذات يم څوک چې تاسو بچ کوى.“

يشعياه 44:22

خُدائ پاک د دې دُنيا سره داسې مينه وکړله چې خپل اېک يو زوئ يې هم ورکړو، نو څوک هم چې په هغۀ ايمان راوړى هلاک به نۀ شى خو د تل ژوندون به بيا مومى.

يوحنا 3:16

خو د آدم د نافرمانۍ او د خُدائ پاک په فضل کښې لوئ فرق دے. ځکه چې د دې يو انسان يعنې د آدم نافرمانۍ په ټولو مرګ نازل کړو خو د خُدائ پاک فضل او بخښنه د دې نه لويه ده ځکه چې د يو انسان يعنې عيسىٰ مسيح په وسيله يې هر چا ته ورکړه.

روميان 5:15

او په تاسو کښې ځينې هم دغه شان وُو خو تاسو د مالِک عيسىٰ مسيح په نوم او زمونږ د خُدائ پاک په روح ووينځلے شوئ. بلکې پاک شوئ، صادق هم شوئ.

اول کورنتيان 6:11

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې