ستا کلام زما د پښو دپاره ډيوه ده او زما د لارې دپاره رڼا ده
زبور 119:105
ورځنی رڼا
ستا کلام زما د پښو دپاره ډيوه ده او زما د لارې دپاره رڼا ده
زبور 119:105
ما منلى دى ټول ستا حُکمونه کوم چې ما ساتى د ظالمانو د لارو. زۀ همېشه ستا په لاره يم روان، زۀ ستا نه نۀ يم اوړېدلے، يم دې پېروکار.
زبور 17:4-5
هرکله چې تۀ روان يې نو هغه به ستا رهنمائى کوى، او کله چې اودۀ يې نو هغه به ستا حفاظت کوى، هرکله چې راويښ شې، نو هغه به درته مشوره درکوى. نو د هغوئ حُکمونه ډيوه ده او د هغوئ هدايت رڼا ده، او د هغوئ اصلاح د ژوندون لار ده.
متلونه 6:22-23
کۀ تاسو د لارې نه ښى يا ګس طرف ته واوړئ، نو د وروستو نه به ستاسو لار ښودنه کيږى چې، ”دا لاره صحيح ده، په دې روان شئ.“ تاسو به په خپلو غوږونو دا اورئ.
يشعياه 30:21
عيسىٰ بيا خلقو ته مخاطب شو او وې فرمائيل، ”زۀ د دُنيا نُور يم. څوک چې ما پسې راځى هغه به هيڅکله په تيارۀ کښې نۀ ګرځى بلکې هغه به د ژوندون رڼا ومومى.“
يوحنا 8:12
We have the more sure word of prophecy; and you do well that you heed it, as to a lamp shining in a dark place, until the day dawns, and the morning star arises in your hearts:
2 Peter 1:19
ځکه اوس مونږ ته دا په شيشه کښې تت ښکارى خو بيا به يې مخامخ ووينو. اوس زما عِلم نامکمل دے خو بيا به يې پوره وپېژنم څنګه چې زۀ پوره پېژندلے شوے يم.
اول کورنتيان 13:12
هلته به شپه نۀ وى او نۀ به هغوئ ته د ډيوې يا د نمر د رڼا ضرورت وى ځکه چې مالِک خُدائ پاک به د هغوئ رڼا وى، او هغوئ به هلته تل تر تله بادشاهى کوى.
رويا 22:5
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۵ اګست ۲۶
Exodus 28:36
۲۰۲۵ اګست ۲۵
Isaiah 51:1
۲۰۲۵ اګست ۲۴
Exodus 3:7
۲۰۲۵ اګست ۲۳
Jeremiah 31:3
۲۰۲۵ اګست ۲۲
Romans 14:7-8
۲۰۲۵ اګست ۲۱
Psalms 119:57
۲۰۲۵ اګست ۲۰
Numbers 23:19