جمعه د ۲۰۲۵ د اګست ۲۲

ورځنی رڼا

۲۰۲۵ اګست ۲۲

ځکه چې زمونږ ژوند او مرګ صرف د خپل ځان دپاره نۀ دے. ځکه چې زمونږ ژوند او مرګ د مالِک د لويئ دپاره دے نو کۀ مونږ مړۀ کيږُو او کۀ ژوندى کيږُو نو د مالِک يُو.

روميان 14:7-8

تاسو خپلې فائدې مۀ لټوئ بلکې د نورو هم لټوئ.

اول کورنتيان 10:24

ځکه چې خُدائ پاک تاسو په بيعه اخستى يئ، نو په دې وجه خپل بدن کښې خُدائ پاک ته جلال ورکړئ.

اول کورنتيان 6:20

ځکه خو دغه زما د زړۀ خواهش او اُميد دے چې زۀ په څۀ خبره کښې هم شرمنده نۀ شم، بلکې زۀ به د مسيح دپاره خپله زړۀ ورتيا جارى وساتم، لکه څنګه چې مخکښې وم. او زۀ په دې يقين ساتم چې زما ژوند به د مسيح دپاره د عزت سبب وى، هغه کۀ زۀ مړ يم او يا کۀ ژوندے يم. مسيح زما دپاره ژوندون دے او مرګ زما دپاره ګټه ده. خو کۀ زۀ ژوندے پاتې شم نو نور فائده مند به خدمت وکړے شم. نو زۀ نۀ شم وئيلے چې زما دپاره څۀ غوره دى. زۀ په يو دوه کښې حېران يم. زما زړۀ خو دا غواړى چې رُخصت شم او مسيح له لاړ شم ځکه چې دا ډېره زياته بهتره ده،

فيليپيانو 1:20-23

For I, through the law, died to the law, that I might live to God. I have been crucified with Christ, and it is no longer I that live, but Christ lives in me. That life which I now live in the flesh, I live by faith in the Son of God, who loved me, and gave himself up for me.

Galatians 2:19-20

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې