اے مالِکه خُدايه، ما ته پته ده چې تا صِرف خپله لوئى او طاقت خپل خِدمت کوونکى ته څرګندول شروع کړل. په آسمان او په زمکه کښې داسې خُدائ نشته چې ستا په شان لوئ لوئ کارونه وکړى.
ګردان 3:24
ورځنی رڼا
اے مالِکه خُدايه، ما ته پته ده چې تا صِرف خپله لوئى او طاقت خپل خِدمت کوونکى ته څرګندول شروع کړل. په آسمان او په زمکه کښې داسې خُدائ نشته چې ستا په شان لوئ لوئ کارونه وکړى.
ګردان 3:24
په ټولو آسمانونو کښې داسې بل څوک نشته لکه د مالِک خُدائ په شان، په آسمانى مخلوق کښې څوک داسې نشته لکه د مالِک خُدائ په شان.
زبور 89:6
اے مالِکه خُدايه، ربُ الافواج خُدايه ستا نه هم څوک زورَور شته څۀ؟ تۀ په پوره ډول سره مالِکه خُدايه وفادار يې.
زبور 89:8
اے مالِکه خُدايه، ستا نه بغېر بل خُدائ نشته، ستا په شان کارونه څوک هم کولے نۀ شى.
زبور 86:8
د خپلې وعدې د خاطره او د خپلې مرضۍ په مطابق، تا دا لوئ کار کړے دے او دا دې خپل خِدمت کوونکى ته ښودلے دے. مالِکه خُدايه پاکه، تۀ څومره لوئ يې، ستا په شان بل هيڅ څوک هم نشته، مونږ ته همېشه دا پته ده چې صِرف تۀ خُدائ پاک يې.
دوېم سموئيل 7:21-22
بلکې څنګه چې ليکلے شوى دى چې، ”څۀ چې نۀ سترګو ليدلى، نۀ غوږُونو اورېدلى او نۀ د انسان په زړۀ کښې راغلى دى، هغه څيزونه خُدائ پاک د هغوئ دپاره تيار کړى دى څوک چې د هغۀ سره مينه کوى.“ دا ټولې خبرې خُدائ پاک په مونږ د روح په وسيله ښکاره کړې، ځکه چې روح د هر څيز تلاش کوى بلکې د خُدائ پاک پټې خبرې هم معلوموى.
اول کورنتيان 2:9-10
داسې څۀ خبرې شته دے چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک هغه په راز کښې ساتلى دى او څۀ يې زمونږ او زمونږ د اولاد دپاره څرګندې کړې دى د دې دپاره چې مونږ د هغۀ د قانون ټولې خبرې همېشه ومنو.
ګردان 29:29
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۵ اګست ۱۷
James 5:16
۲۰۲۵ اګست ۱۶
1 Chronicles 22:5
۲۰۲۵ اګست ۱۵
Hebrews 13:20-21
۲۰۲۵ اګست ۱۴
Nehemiah 8:10
۲۰۲۵ اګست ۱۳
Hebrews 11:16
۲۰۲۵ اګست ۱۲
Lamentations 3:31-32
۲۰۲۵ اګست ۱۱
Hebrews 2:14