درېنۍ د ۲۰۲۵ د اګست ۱۲

ورځنی رڼا

۲۰۲۵ اګست ۱۲

ځکه مالِک به انسان د تل دپاره نۀ رد کوى. دا کۀ هغه غم راولى، هغه به رحم هم کوى، د هغه مينې په مطابق چې ډېره او پائيداره ده.

مرثيى 3:31-32

مالِک خُدائ فرمائى چې، اے زما خِدمتګاره يعقوبه مۀ يرېږه، ځکه زۀ تا سره يم. زۀ به په پوره توګه هغه قومونه تباه کړم کومو ته چې تاسو ما جلا وطن کړى وئ، خو زۀ به تاسو په مکمل توګه نۀ تباه کوم. زۀ به ستاسو په اِنصاف سره تنبيه وکړم، زۀ به تاسو بې‌سزا نۀ پرېږدم.“

يرمياه 46:28

د يوې لحظې دپاره ما تاسو پرېښودلئ، خو اوس ډېر لوئ رحم سره به تاسو بيا راجمع کړم. ما د غصې په تاو کښې د لږ ساعت دپاره ستاسو نه مخ واړولو، خو زۀ به تل په مينې سره په تاسو رحم کوم.“ ستاسو خلاصونکے مالِک خُدائ داسې فرمائى.

يشعياه 54:7-8

ما سامريه او د دې ټول بُتان تباه کړى دى او اوس به زۀ يروشلم او د هغې ټول بُتان هم تباه کړم.“

يشعياه 10:11

ځکه چې ما د هغۀ خلاف ګناه کړې ده، نو زۀ به د مالِک خُدائ قهر وزغمم، ترڅو چې هغه زما د مقدمې وکالت وکړى او زما حق قائم کړى. هغه به ما بهر رڼا ته راولى، زۀ به د هغۀ صداقت وګورم.

ميکاه 7:9

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې