اونۍ د ۲۰۲۵ د اګست ۹

ورځنی رڼا

۲۰۲۵ اګست ۹

زما محبوبې، ستا ښائست کامِل دېنه، په تا کښې هيڅ عېب نشته دېنه.

غزلې 4:7

تاسو خپله سرکشى ولې نۀ پرېږدئ؟ تاسو غواړئ چې نوره سزا هم درته مِلاو شى؟ ستاسو سرونه په زخمونو باندې پټ دى او ستاسو زړونه بيمار دى. د سر نه واخله تر پښو پورې ستاسو په بدن کښې يو ځائ هم روغ نشته. تاسو ټول ټکېدلى يئ، زخمى يئ او تغمې درباندې ولاړې دى. نۀ ستاسو زخمونه صفا کړے شوى دى، او نۀ ورباندې مرهم پټۍ شوې ده.

يشعياه 1:5-6

مونږ ټول د هغه سړى په شان يُو څوک چې ناپاک وى، او زمونږ ټول ښۀ عملونه د پليتې کپړې په شان دى. مونږ د خزان د پاڼو په شان مړاوى شُو او راپرېوځو، او زمونږ ګناهونه مونږ لکه د هوا په شان جارُو کړى.

يشعياه 64:6

ځکه چې زۀ په دې پوهېږم چې زما د ګناه په فطرت کښې هيڅ نېکى نشته، او اګر چې زۀ د نېکۍ کولو خواهش کوم خو کولے يې نۀ شم.

روميان 7:18

او په تاسو کښې ځينې هم دغه شان وُو خو تاسو د مالِک عيسىٰ مسيح په نوم او زمونږ د خُدائ پاک په روح ووينځلے شوئ. بلکې پاک شوئ، صادق هم شوئ.

اول کورنتيان 6:11

شهزادګۍ به په محل کښې ښکلې ښکارى، د سرو زرو تارونو نه يې جامې دى جوړې شوې.

زبور 45:13

او ستا د ښُکلا مشهورتيا په نورو قومونو کښې ډنډوره شوه، ستا ښائست کامِل وو ځکه چې ما د خپل شان او شوکت نه تا له دا درکړى وُو، قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى.

حزقى‌ايل 16:14

اے مالِکه خُدايه، پاکه خُدايه، ستا جلال دې په مونږ رانازل شى، زمونږ د لاسونو کارونه مونږ ته مضبوط کړه او زمونږ د لاسونو کارونو له کاميابى ورکړه.

زبور 90:17

ما جواب ورکړو چې، ”زما مالِکه، تۀ خبر يې.“ بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”دا هغه کسان دى چې د لوئ مصيبتونو نه راغلى دى، هغوئ خپلې جامې د ګډُورى په وينو وينځلې او په هغې سپينې کړې دى.

رويا 7:14

that he might present the assembly to himself gloriously, not having spot or wrinkle or any such thing; but that it should be holy and without defect.

Ephesians 5:27

and in him you are made full, who is the head of all principality and power;

Colossians 2:10

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې