پينځنۍ د ۲۰۲۵ د اګست ۷

ورځنی رڼا

۲۰۲۵ اګست ۷

خو مددګار يعنې روحُ القُدس چې پلار به يې زما په نوم راولېږى، هغه به تاسو ته هر څۀ وښائى او درته به هغه هر څۀ دريادوى، چې ما تاسو ته فرمائيلى دى.

يوحنا 14:26

عيسىٰ هغې ته جواب ورکړو چې، ”کۀ چرې تا ته د خُدائ پاک د نعمت پته وے، او بله دا چې څوک چې ستا نه د څښلو اوبۀ غواړى دا څوک دے، نو تا به د هغۀ نه دا خواست کړے وو او هغۀ به تا له د ژوندون اوبۀ درکړې وې.“

يوحنا 4:10

نو کۀ بيا تاسو چې دومره ګناهګاران يئ، په دې پوهېږئ چې خپل اولاد له ښۀ څيزونه ورکړئ نو ستاسو آسمانى پلار به څومره زيات روحُ القُدس هغه چا له ورکړى چې څوک يې ترې غواړى.“

لوقا 11:13

په هغه ورځ به تاسو زما نه هيڅ خواست نۀ کوئ. زۀ تاسو ته رښتيا وايم، کۀ تاسو زما په نوم د پلار نه څۀ هم وغواړئ، نو هغه به يې درکړى. تر اوسه پورې تاسو زما په نوم هيڅ نۀ دى غوښتى. وغواړئ نو تاسو له به درکړے شى نو چې ستاسو خوشحالى پوره شى.

يوحنا 16:23-24

تاسو چې څۀ غواړئ او حاصلولے يې نۀ نو بيا تاسو قتل کوئ. تاسو د نورو خلقو د څيزونو نه سوزئ، خو تاسو هغه نۀ شئ حاصلولے، نو بيا تاسو د جنګ جګړو نه کار اخلئ. خو تاسو سره هغه څۀ نشته کوم چې تاسو غواړئ ځکه چې تاسو هغه د خُدائ پاک نه نۀ غواړئ.

يعقوب 4:2

خو چې د حقيقت روح راشى نو هغه به تاسو د حقيقت طرف ته بوځى ځکه چې هغه به د خپله ځانه خبرې نۀ کوى، خو هغه څۀ به وائى څۀ چې د خُدائ پاک نه اورى او تاسو ته به د راتلونکو واقعاتو په حقله پېشګوئې کوى. هغه به ما ته لوئى راکړى ځکه چې هغه به زما نه هغه څۀ حاصل کړى چې په ما کښې دى او تاسو ته به ووائى.

يوحنا 16:13-14

خو هغوئ د هغۀ خِلاف سرکشى وکړه او د هغۀ مقدس روح يې خفه کړو. نو مالِک خُدائ د هغوئ دشمن شو او د هغوئ خِلاف يې جنګ وکړو.

يشعياه 63:10

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې