او بغېر د ايمان نه د خُدائ پاک خوشحالول ناممکن دى، ځکه چې څوک خُدائ پاک ته راځى هغوئ ته په دې ايمان راوړل په کار دى چې هغه موجود دے او چې څوک هغه لټوى، هغوئ ته اجر ورکوى.
عبرانيان 11:6
ورځنی رڼا
او بغېر د ايمان نه د خُدائ پاک خوشحالول ناممکن دى، ځکه چې څوک خُدائ پاک ته راځى هغوئ ته په دې ايمان راوړل په کار دى چې هغه موجود دے او چې څوک هغه لټوى، هغوئ ته اجر ورکوى.
عبرانيان 11:6
څوک چې په هغۀ ايمان راوړى نو هغه به مجرم نۀ شى خو چا چې پرې ايمان نۀ دے راوړے هغه خو د مخکښې نه مجرم شوے دے ځکه چې هغوئ د خُدائ پاک د اېک يو زوئ په نوم ايمان رانۀ وړو.
يوحنا 3:18
د هلک پلار چغې کړې چې، ”زۀ ايمان لرم، خو زما کمزورے ايمان مضبوط کړه.“
مرقوس 9:24
خو څوک چې د هغۀ په کلام عمل کوى نو په دغه کس کښې د خُدائ پاک مينه کامله شوې ده. نو مونږ بيا په دې پوهيږو چې په رښتيا په هغۀ کښې اوسيږو.
اول يوحنا 2:5
اے کم عقله، ولې تۀ په دې هم نۀ پوهېږې چې د نېک کار کولو نه بغېر ايمان عبث دے؟
يعقوب 2:20
تاسو هغۀ سره داسې مينه کوئ اګر چې هغه مو ليدلے نۀ دے. او نۀ يې اوس وينئ، خو تاسو په هغۀ يقين ساتئ، او په جلالى انداز کښې خوشحالى کوئ کومه چې د بيان نه بهر ده. او ستاسو د ايمان اجر به ستاسو د خپل ځان د خلاصون حاصلول وى.
اول پطروس 1:8-9
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۵ جولای ۳۱
2 Timothy 2:3
۲۰۲۵ جولای ۳۰
Colossians 3:1
۲۰۲۵ جولای ۲۹
Isaiah 64:1
۲۰۲۵ جولای ۲۸
Ephesians 5:2
۲۰۲۵ جولای ۲۷
2 Corinthians 4:4
۲۰۲۵ جولای ۲۶
Hebrews 11:8
۲۰۲۵ جولای ۲۵
1 John 3:14