دونۍ د ۲۰۲۵ د اګست ۲۵

ورځنی رڼا

۲۰۲۵ اګست ۲۵

”ما ته غوږ ونيسئ، څوک چې صداقت غواړئ، او د مالِک خُدائ لټون کوئ. د هغه ګټ په حقله سوچ وکړئ د کوم نه چې تراشلے شوى يئ، د هغه کان په حقله سوچ وکړئ چې د کوم نه تاسو راويستلے شوى يئ.

يشعياه 51:1

ګوره، زۀ د ازل نه بدعمله يم، د مور د ګېډې نه زۀ بلکل ګناه ګار يم.

زبور 51:5

نو چا هم تا ته د رحم په سترګه ونۀ کتل او په تا باندې چا زړۀ هم ونۀ سوزولو چې دا کارونه درته وکړى. ستا د پېدا کېدو د ورځې نه هغوئ تا نه نفرت کولو او تۀ يې په يو مېدان کښې وروغورزولې. نو زۀ په دغه ځائ تېر شوم او ومې ليدلې چې په خپلو وينو کښې دې لتې وهلې، نو کله چې تۀ په وينو کښې ککړ پروت وې نو ما درته وفرمائيل چې ژوندۍ اوسه.

حزقى‌ايل 16:5-6

هغۀ زۀ د هلاکت د کندې نه رابهر کړم، او د لمدو خټو نه يې راوويستم. زما پښې يې په ګټ کېښودې او مضبوط يې ودرولم. هغۀ زما په ژبه باندې نوې نغمه سازه کړه، او زمونږ د خُدائ پاک د ثناء صِفت حمد يې راکړو، ډېر چې دا ووينى نو هغوئ به وۀ يريږى او په مالِک خُدائ به يقين وکړى.

زبور 40:2-3

ځکه کله چې مونږ لا بې‌وسه وُو، نو مسيح په صحيح وخت کښې د بې‌دينو دپاره خپل ځان قربان کړو. د يو صادق انسان دپاره به په مشکله څوک خپل ځان قربان کړى. خو کېدے شى چې د يو نېک او مهربانه کس دپاره څوک خپل ځان قربان کړى. خو خُدائ پاک خپله مينه مونږ ته داسې ثابته کړه، چې کله مونږ لا په ګناه کښې اخته وُو نو مسيح زمونږ دپاره مړ شو.

روميان 5:6-8

But God, being rich in mercy, for his great love with which he loved us, even when we were dead through our trespasses, made us alive together with Christ (by grace you have been saved),

Ephesians 2:4-5

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې