اونۍ د ۲۰۲۵ د اګست ۳۰

ورځنی رڼا

۲۰۲۵ اګست ۳۰

کله چې بادشاه وکتل چې مَلِکه اِستَر دننه په دربار کښې ولاړه وه، نو بادشاه په هغې باندې مِهربانه شو او هغۀ خپله د سرو زرو امسا وراوږده کړه. بيا اِستَر ورنزدې شوه او د امسا سر له يې لاس وروړو.

اِستَر 5:2

ځکه چې د هغۀ سره د ځان پټولو دپاره صرف يوه چُوغه وه، د دې نه بغېر هغه په څۀ کښې اودۀ شى؟ چې کله هغه ما ته سوال زارى وکړى، زۀ به د هغۀ فرياد اورم ځکه چې زۀ رحيم يم.

هِجرت 22:27

نو دغه شان مونږ ته پته ده او په دې يقين کوُو چې خُدائ پاک مونږ سره مينه کوى. خُدائ پاک مينه دے او څوک چې په مينه کښې اوسى، هغه په خُدائ پاک کښې او خُدائ پاک په هغۀ کښې اوسيږى. او په دې طريقه مينه په مونږ کښې کامله شوې ده د دې دپاره چې د عدالت په ورځ مونږ زړۀور يُو، نو دا ځکه چې مونږ په دُنيا کښې د عيسىٰ په شان ژوند تېروو. په مينه کښې هيڅ يره نشته، خو کامله مينه يره اخوا کوى ځکه چې يره د سزا سره تعلق ساتى. او هر څوک چې يريږى، په هغۀ کښې مينه کامله شوې نۀ ده. مونږ ځکه مينه کوُو چې خُدائ پاک اول مونږ سره مينه وکړه.

اول يوحنا 4:16-19

نو راځئ چې د زړۀ د اخلاصه او په پوره باور سره د خُدائ پاک په حضور کښې داخل شُو. ځکه چې زمونږ په ګناه ګار ضمير د مسيح وينه نوستلے شوې ده چې مونږ پاک کړى، او زمونږ بدن په پاکو اوبو سره وينځلے شوے دے.

عبرانيان 10:22

For through him we both have our access in one Spirit to the Father.

Ephesians 2:18

in whom we have boldness and access in confidence through our faith in him.

Ephesians 3:12

نو راځئ چې مونږ د خُدائ پاک د فضل تخت ته ځان په اعتماد سره ورنزدې کړُو نو چې په مونږ رحم وشى او هغه فضل حاصل کړُو چې د حاجت په وخت زمونږ مدد وکړى.

عبرانيان 4:16

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې