نعومى ورته ووئيل، ”زما لورې اوس صبر کوه چې د دې خبرې څۀ حل راونۀ وځى نو بوعز به تر هغې پورې په قلاره نۀ کښېنى چې نن دا مسئله حل نۀ کړى.“
روت 3:18
ورځنی رڼا
نعومى ورته ووئيل، ”زما لورې اوس صبر کوه چې د دې خبرې څۀ حل راونۀ وځى نو بوعز به تر هغې پورې په قلاره نۀ کښېنى چې نن دا مسئله حل نۀ کړى.“
روت 3:18
هغۀ ته ووايه چې، ويښ اوسه او په قلار شه او نۀ چې ويريږى او نۀ پرېشانه شى. د رضين بادشاه، شاميانو او د رملياه د زوئ غصه د اور د هغه دوو لرګو په شان هيڅ هم نۀ ده چې په مړ کېدو بدل وى.
يشعياه 7:4
”په آرام شئ او په دې پوهه شئ زۀ خُدائ پاک يم، زۀ به په ټولو قومونو کښې اعلىٰ يم، زۀ به په ټوله دُنيا کښې اوچت يم.“
زبور 46:10
عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”ولې ما تاسو ته دا نۀ وُو وئيلى څۀ، چې کۀ چرې تاسو ايمان لرئ نو تاسو به د خُدائ پاک لوئى ووينئ؟“
يوحنا 11:40
17-د انسان غرور به په عاجزۍ بدل شى او د انسان لوئى به خاورې ايرې شى. بُتان به په مکمله توګه ورک شى او په هغه ورځ به صرف د مالِک خُدائ ثناء صِفت کيږى.
يشعياه 2:17
د هغې يوه خور وه چې نوم يې مريم وو. هغه د مالِک په پښو کښې کښېناستله او د هغۀ کلام يې اورېدلو.
لوقا 10:39
خو د دې نه يوه خبره ضرورى ده او مريمې چې کومه خوښه کړې ده هغه بهتره ده او دا به د هغې نه هيڅکله وانۀ خستلے شى.“
لوقا 10:42
قادر مطلق خُدائ د بنى اِسرائيلو مقدس ذات، فرمائى، ”راواپس شئ او په ما پوره يقين کوئ. نو بيا به تاسو تکړه او محفوظ يئ.“ خو تاسو داسې نۀ کوئ.
يشعياه 30:15
د غصې په وجه ګناه مۀ کوئ، چې خپلو کټونو له لاړ شئ فکر وکړئ او خاموش شئ.
زبور 4:4
د مالِک خُدائ په وړاندې چپ ودرېږه، او په صبر سره د هغۀ فېصلو ته انتظار کوه، او د بدکارانو په کاميابۍ او منصوبو مۀ خفه کېږه.
زبور 37:7
هغه به د بد خبر نه نۀ يريږى، د هغۀ زړۀ قائم دے او په مالِک خُدائ باندې پوره توکل کوى. د هغۀ زړۀ مطمئن دے او هغه به نۀ يريږى، او په آخر کښې به په خپلو ټولو دشمنانو کاميابى حاصله کړى.
زبور 112:7-8
نو مالِک خُدائ پاک داسې فرمائى، ”زۀ په صيون کښې يو داسې بنياد ږدم چې کلک او مضبوط وى. په هغې کښې زۀ د ګوټ يو قيمتى کاڼے لګوم چې په هغې باندې دا ليکلى وى، ”څوک چې ايمان لرى نو هغه به نۀ وارخطا کيږى.“
يشعياه 28:16
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۵ سېپتمبر ۳
Exodus 13:7
۲۰۲۵ سېپتمبر ۲
Psalms 27:14
۲۰۲۵ سېپتمبر ۱
Galatians 5:22-23
۲۰۲۵ اګست ۳۱
Romans 5:16
۲۰۲۵ اګست ۳۰
Esther 5:2
۲۰۲۵ اګست ۲۹
Proverbs 16:20
۲۰۲۵ اګست ۲۸
Revelation 12:10