درېنۍ د ۲۰۲۵ د سېپتمبر ۱۶

ورځنی رڼا

۲۰۲۵ سېپتمبر ۱۶

هر سړى ته خپلې ټولې لارې په خپل نظر کښې صحيح ښکارى، خو مالِک خُدائ د زړُونو جاج اخلى.

متلونه 21:2

بې‌شکه مالِک خُدائ د صادقانو د لارې خيال ساتى، په لار د تباهۍ خو بدعمله ورروان وى.

زبور 1:6

او قورح او د هغۀ ملګرو ته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ به سبا سحر مونږ ته وښائى چې څوک د هغۀ دى او څوک مقدس دى. او هغه به صِرف هغه کس خپل ځان ته نزدې پرېږدى چې کوم يې خوښ کړے وى.

شمېر 16:5

ستاسو خېرات دې ضرور په پړده کښې وى نو ستاسو آسمانى پلار چې دا هر څۀ وينى چې تاسو يې په پړده کښې کوئ، هغه به د دې بدل درکړى.

متى 6:4

پاکه خُدايه، ما ولټوه، او زما زړۀ وپېژنه، او تۀ زما امتحان واخله او زما د پرېشانۍ په خيالونو ځان پوهه کړه. ما ته وګوره کۀ چرې کومه غلطه طريقه په ما کښې وى، ما د تل ژوندون لارو ته رهنمائى کړه.

زبور 139:23-24

په مينه کښې هيڅ يره نشته، خو کامله مينه يره اخوا کوى ځکه چې يره د سزا سره تعلق ساتى. او هر څوک چې يريږى، په هغۀ کښې مينه کامله شوې نۀ ده.

اول يوحنا 4:18

اے مالِکه خُدايه، زما ټول ارمانونه ستا په وړاندې ښکاره دى، او زما اسويلى آهونه ستا نه پټ نۀ دى.

زبور 38:9

کله چې زما روح په ما کښې کمزورے شى، نو دا تۀ يې چې زما په لارو پوهېږې. په کومو لارو چې زۀ روان يم نو په هغه لارو کښې يې ما دپاره دام پټ لګولے دے.

زبور 142:3

او خُدائ پاک څوک چې د زړُونو په رازونو پوهه دے، هغۀ ته دا معلومه ده چې د روحُ القُدس سوچ څۀ دے ځکه چې روحُ القُدس د مقدسينو دپاره د خُدائ پاک د مرضۍ په مطابق شفاعت کوى.

روميان 8:27

However God’s firm foundation stands, having this seal, “The Lord knows those who are his,” and, “Let every one who names the name of the Lord depart from unrighteousness.”

2 Timothy 2:19

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې