څلرنۍ د ۲۰۲۵ د سېپتمبر ۱۷

ورځنی رڼا

۲۰۲۵ سېپتمبر ۱۷

هغه به يوه کږه لوخه هم نۀ ماتوى او نۀ به کمه بلېدونکې ډيوه مړه کوى. ترڅو هغه په وفادارۍ سره اِنصاف قائم وساتى.

متى 12:20

پاکه خُدايه تا ته د عاجز او مات روحونو خوښه ده قربانى، تۀ غمژن او توبه ګار زړۀ سپک نۀ ګڼې.

زبور 51:17

هغه مات زړونه روغوى، او د هغوئ په زخمونو پټئ لګوى.

زبور 147:3

زۀ هغه مقدس خُدائ تعالىٰ يم، چې د همېشه دپاره ژوندے يم. زۀ په اوچت او مقدس مقام کښې اوسېږم، خو زۀ د هغه خلقو سره هم اوسېږم چې څوک د روح عاجزان او توبه ګار وى، نو چې داسې زۀ د هغوئ خوشحالى او حوصله بحال کړم. زۀ به همېشه خپلو خلقو سره جنګ نۀ کوم، او تل تر تله به ترېنه خفه نۀ يم. کۀ ما داسې وکړل نو د خلقو نه به ساه وځى، هغه ژوندون ورکوونکى ساه چې ما تخليق کړې ده.

يشعياه 57:15-16

زۀ به د ورکو شوو ګډو لټون وکړم او بې‌لارې شوې ګډې به راواپس کړم. زۀ به د زخمى شوو مرهم پټۍ وکړم او کمزورو له به طاقت ورکړم، خو حرصناکې او مضبوطې به هلاکې کړم. زۀ به په اِنصاف سره د ګډو شپونتوب وکړم.

حزقى‌ايل 34:16

نو په دې وجه خپل کمزورى لاسونه او پښې مضبوطې کړئ. د خپلو پښو دپاره نېغې لارې خوښې کړئ ځکه څوک چې شل ګوډ دى چې هغوئ درز ونۀ خورى بلکې مضبوط شى.

عبرانيان 12:12-13

څوک چې بې‌حوصلې شوى دى نو هغوئ ته ووايه، ”تکړه شئ او مۀ يرېږئ. خُدائ پاک راروان دے چې تاسو بچ کړى، او ستاسو دشمنانو له سزا ورکړى.“

يشعياه 35:4

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې