نو په دې وجه د خُدائ پاک د مضبوط لاس لاندې په عاجزۍ اوسېږئ نو چې هغه تاسو له په وخت عزت درکړى.
اول پطروس 5:6
ورځنی رڼا
نو په دې وجه د خُدائ پاک د مضبوط لاس لاندې په عاجزۍ اوسېږئ نو چې هغه تاسو له په وخت عزت درکړى.
اول پطروس 5:6
مالِک خُدائ د ټولو مغروره خلقو نه نفرت کوى. په دې يقين لرئ چې دوئ به بېسزا پاتې نۀ شى.
متلونه 16:5
خو اے مالِکه خُدايه، تۀ زمونږ پلار يې. مونږ د خټې په شان يُو او تۀ د کُلال په شان يې. تا مونږ جوړ کړى يُو، مونږ ته سخت مۀ غصه کېږه او زمونږ ګناه د همېشه دپاره ياده مۀ ساته. مونږ ته وګوره، مونږ تا ته مِنت کوُو، او ګوره مونږ ټول هم ستا خلق يُو.
يشعياه 64:8-9
د اِفرائيم ژړا او فرياد ما ته رارسېدلے دے، تا ما ته تربيت راکړو چې په لاره شم، لکه د ناجوته سخى په شان دې تربيت راکړو او زۀ اوس په لاره شوے يم. ما دې خپل حضور ته واپس راوله، نو زۀ به واپس راشم، ځکه چې تۀ زما مالِک خُدائ او خُدائ پاک يې. ستا نه د اوړېدو نه پس مونږ توبه وکړه، د پوهېدو نه وروستو مونږ خپله سينه ووهله. مونږ چې کوم کم عقل کارونه په ځوانۍ کښې کړى وُو د هغې په وجه سپک او شرمنده شُو.“
يرمياه 31:18-19
د يو کس دپاره دا ښۀ ده چې په ځوانۍ کښې جغ يوسى،
مرثيى 3:27
ځکه چې خفګان د زمکې نه نۀ راځى، او نۀ مصيبت د زمکې نه پېدا کيږى، خو انسانان د مصيبت دپاره داسې پېدا شوى دى لکه چې د اور بڅرکى بره الوځى.
ايُوب 5:6-7
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۵ سېپتمبر ۲۶
Deuteronomy 32:4
۲۰۲۵ سېپتمبر ۲۵
James 1:4
۲۰۲۵ سېپتمبر ۲۴
Psalms 73:28
۲۰۲۵ سېپتمبر ۲۳
Ezra 9:9
۲۰۲۵ سېپتمبر ۲۲
Psalms 104:34
۲۰۲۵ سېپتمبر ۲۱
Romans 8:28
۲۰۲۵ سېپتمبر ۲۰
Proverbs 3:13