ورځنۍ رڼا, اکتوبر ۲۶: مالِک خُدائ بادشاه دے (زبور ۹۹:۱)

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

مالِک خُدائ بادشاه دے.

مالِک خُدائ فرمائى، تاسو به زما نه نۀ يرېږئ څۀ؟ تاسو به زما په حضور کښې د يرې نه نۀ ريږدېږئ څۀ؟ ما د سمندر دپاره د شګو حد مقرر کړے دے، دا مې ورته ابدى او پوخ حد مقرر کړے دے. کله چې سمندر په زور او مستۍ کښې هم راشى او د هغې چپې ډېر شور او زور هم وکړى خو بيا هم د مقرر شوى حد نه نۀ شى اوړېدلے.

هيڅ څوک د مشرق نه تر مغربه پورې نشته، او نۀ په صحرا کښې څوک شته چې انسان اوچت کړى. خو دا خُدائ پاک دے څوک چې اِنصاف کوى، او هغه يو لاندې کوى او بل اوچتوى.

هغه وختونه او حالات بدلوى، هغه بادشاهان په تخت کښېنوى او هغوئ اخوا کوى. هغه پوهانو له پوهه او عالمانو له عِلم ورکوى.

داسې وخت به راشى چې تاسو به په خپل خواوشا کښې د جنګونو چغې او سورې او د جنګونو خبر به اورئ.

کۀ خُدائ پاک زمونږ په طرف دے نو بيا زمونږ مخالف څوک کېدے شى؟

ولې دوه چڼچڼې په يوه پېسه نۀ خرڅيږى څۀ؟ خو بيا هم ستاسو د پلار د رضا نه بغېر يوه هم په زمکه نۀ راپرېوځى. خو دا چې ستاسو د سر ټول وېښتۀ هم شمېرلے شوى دى. نو بيا مۀ يرېږئ، تاسو د بې‌شمېره چڼچڼو نه زيات قيمتى يئ.

ځکه چې هغه نېک اولاد غواړى.

مونږ يو سړے وليدو چې ستا په نوم پيريان شړى، او مونږ د هغۀ د منع کولو کوشش وکړو ځکه هغه زمونږ نه نۀ وو.“ خو عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”هغه مۀ منع کوئ ځکه چې څوک ستاسو مخالف نۀ دے، هغه ستاسو ملګرے دے.“ ... مالِکه، مونږ د آسمان نه د دې کلى د سوزولو دپاره اور وغواړو څۀ؟“ خو هغۀ ورته مخ ورواړوو او وې رټل.

يو ځوان منډه کړه چې موسىٰ ته ووائى چې اِلداد او ميداد په خېمو کښې د پېغمبرانو په شان خبرې کوى. بيا د نون زوئ يشوَع ... هغۀ موسىٰ ته وفرمائيل، ”زما نېکه هغوئ منع کړه.“ موسىٰ جواب ورکړو، ”تۀ په ما غېرت کوې څۀ؟ زۀ غواړم چې مالِک خُدائ خپل روح خپلو ټولو خلقو ته ورکړى او ټول د پېغمبرانو په شان شى.“

خو د خُدائ پاک د روح مېوه مينه، خوشحالى، سکون، صبر، مهربانى، ښېګړه، وفادارى، نرمى او پرهيزګارى ده.

او څوک چې د عيسىٰ مسيح دى نو هغوئ د خپل د ګناه د فطرت ټول شوقونه او خواهشونه په سولۍ کړى دى. نو چې مونږ د خُدائ پاک د روح په مطابق اوسيږو، نو بيا مونږ ته د خُدائ پاک د روح د هدايت په مطابق ژوند تېرول په کار دى. نو مونږ دې بې‌ځايه فخر نۀ کوُو، او نۀ دې يو بل راپاروو او نۀ دې د يو بل نه سوزو.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ