۲۰۲۶ اکتوبر ۱۸
ورځنۍ رڼا, اکتوبر ۱۹: نو مالِک خُدائ به ستا ډاډ وى
ورځنۍ رڼا
نو مالِک خُدائ به ستا ډاډ وى، او هغه به ستا پښې په دام کښې د ګېرولو نه وساتى.
متلونه ۳:۲۶
ځکه د انسانانو غصه ستا د ثناء سبب جوړيږى، او د هغوئ د قهر نتيجه ستا د جلال باعث جوړيږى.
زبور ۷۶:۱۰
د بادشاه زړۀ د مالِک خُدائ په لاس کښې دے، کوم ځائ چې د دۀ خوښه وى هلته يې لکه د نِهرونو د اوبو غوندې بوځى.
متلونه ۲۱:۱
کله چې مالِک خُدائ د چا د کردار نه خوشحاله وى، نو د هغۀ دشمنان به هم د هغۀ په امن کښې اوسيږى.
متلونه ۱۶:۷
زۀ د مالِک خُدائ انتظار کومه، او زما روح هم انتظار کوى، او زما اُميد د هغۀ په کلام باندې دے. زما روح د مالِک خُدائ انتظار کوى، د يو څوکيدار نه زيات څوک چې د سحر کېدو انتظار کوى، آو، د يو څوکيدار نه زيات څوک چې د سحر کېدو انتظار کوى.
زبور ۱۳۰:۵–۶
نو هغه ما ته جواب راکوى کله چې زۀ د مالِک خُدائ نه سوال کوم، زۀ يې د خپلې هرې يرې نه خلاص کړم.
زبور ۳۴:۴
خُدائ پاک همېشه ستاسو د حِفاظت ځائ دے، د هغۀ ابدى قوت به ستاسو مدد کوى. تاسو چې مخ په وړاندې ځئ نو هغه ستاسو دشمنان شړى، او تاسو ته يې وفرمائيل چې، هغوئ ټول تباه کړئ.
ګردان ۳۳:۲۷
خو بختور دى هغوئ څوک چې په مالِک خُدائ يقين لرى، او په مالِک خُدائ يې توکل کړے وى.
يرمياه ۱۷:۷
نو بيا مونږ د دې خبرو په حق کښې څۀ وئيلے شُو؟ کۀ خُدائ پاک زمونږ په طرف دے نو بيا زمونږ مخالف څوک کېدے شى؟
روميان ۸:۳۱
نو کۀ په تاسو کښې د مسيح څۀ ډاډګيرنه وى، يا د هغۀ د مينې څۀ تسلى وى، يا په تاسو کښې د روحُ القُدس شراکت وى.
فيليپيانو ۲:۱
يو فانى انسان، د مور د خېټې نه پېدا، د يو څو ورځو مېلمه او د تکليفونو نه ډک، د يو ګل په شان راوټوکيږى او مړاوے شى، هغه د سورى په شان منډه وهى زر زر ختميږى.
ايُوب ۱۴:۱–۲
او زۀ به پلار ته خواست وکړم چې تاسو ته بل مددګار درکړى چې تاسو سره به مدام وى.
يوحنا ۱۴:۱۶
او زۀ به پلار ته خواست وکړم چې تاسو ته بل مددګار درکړى چې تاسو سره به مدام وى. خو مددګار يعنې روحُ القُدس چې پلار به يې زما په نوم راولېږى.
يوحنا ۱۴:۱۶, ۲۶
زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د خُدائ پاک او پلار ثنا دې وى چې د رحم نه ډک پلار او د هر قِسمه تسلۍ خُدائ پاک دے. هغه زمونږ په ټولو مصيبتونو کښې مونږ ته تسلى راکوى د دې دپاره چې مونږ نورو ته هم تسلى ورکولے شُو کله چې هغوئ په مصيبت کښې راګېر شوى وى نو مونږ هم هغه تسلى ورکولے شُو چې خُدائ پاک مونږ ته راکړې ده.
دوېم کورنتيان ۱:۳–۴
ځکه چې زمونږ دا ايمان دے چې عيسىٰ مړ شو او بيا ژوندے شو، نو دغه شان به خُدائ پاک هغه څوک هم د عيسىٰ سره واپس راولى څوک چې د هغۀ سره په ايمان مړۀ شوى دى. ... او دغه شان به مونږ تل تر تله د مالِک سره يُو. نو ځکه تاسو په دې خبرو سره يو بل له ډاډګيرنه ورکوئ.
اول تِسالونيکيان ۴:۱۴, ۱۷–۱۸
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۶ اکتوبر ۱۷
زبور ۸۹:۱۶ · يشعياه ۴۵:۲۴–۲۵
۲۰۲۶ اکتوبر ۱۶
روميان ۱۲:۱۱ · معلِم ۹:۱۰
۲۰۲۶ اکتوبر ۱۵
زبور ۵۹:۹ · دوېم سموئيل ۲۲:۲–۳
۲۰۲۶ اکتوبر ۱۴
روميان ۱۴:۹ · يشعياه ۵۳:۱۰–۱۱
۲۰۲۶ اکتوبر ۱۳
دانيال ۱۰:۱۲ · يشعياه ۵۷:۱۵
۲۰۲۶ اکتوبر ۱۲
دوېم کورنتيان ۵:۱۹ · کولوسيان ۱:۱۹–۲۰






