۲۰۲۶ اکتوبر ۲۴
ورځنۍ رڼا, اکتوبر ۲۵: د ټولو څيزونو خاتمه رانزدې ده
ورځنۍ رڼا
او دا يقين ساتئ چې زۀ به تل او تر قيامته پورې تاسو سره يم.“
متى ۲۸:۲۰
کۀ چرې په تاسو کښې دوه کسان په يوه خبره متفِق شى هغوئ چې څۀ سوال وکړى نو زما آسمانى پلار به هغه ورکړى. نو کۀ چرې دوه يا درې تنه چرته هم زما په نوم يو ځائ شى نو زۀ به د دوئ په مينځ کښې يم.“
متى ۱۸:۱۹–۲۰
څوک چې زما حُکمونه منى او په هغې عمل کوى نو دا هغه خلق دى چې ما سره مينه کوى. او څوک چې ما سره مينه کوى زما پلار به ورسره مينه وکړى او زۀ به هم د هغۀ سره مينه کوم او خپل ځان به ورته ښکاره کړم.“
يوحنا ۱۴:۲۱
دا څۀ وجه ده چې تۀ به صرف مونږ ته ځان ښکاره کړې او نورې دُنيا ته نه؟“ ... څوک چې زما سره مينه کوى، هغوئ به زما په کلام عمل کوى او زما پلار به د هغوئ سره مينه کوى، او زۀ او پلار به هغوئ ته ورشو او د هغوئ سره به اوسو.
يوحنا ۱۴:۲۲–۲۳
اوس هغه چې تاسو د غورزېدو نه بچ کولے شى او د خپل حضور په جلال کښې مو بغېر د ملامتيا نه په خوشحالۍ راوستے شى، د ايکې يو خُدائ پاک چې د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله زمونږ خلاصونکے دے، د هغۀ دې جلال، شان و شوکت، قُدرت او اختيار د ازل نه، اوس او تل تر تله وى. آمين.
يهوداه ۱:۲۴–۲۵
د ټولو څيزونو خاتمه رانزدې ده.
اول پطروس ۴:۷
بيا ما يو لوئ سپين تخت وليدو چې يو کس چې پرې ناست وو، د هغۀ د حضور نه زمکه او آسمان وتښتېدل او غېب شول.
رويا ۲۰:۱۱
خو په هم هغه کلام کوم آسمانونه او زمکه چې اوس موجود دى د کلام په وسيله په اور کښې د سوزولو دپاره وساتلے شول، او دا به د بېدينه خلقو د عدالت او هلاکت تر ورځې پورې محفوظ وساتلے شى.
دوېم پطروس ۳:۷
خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه او قوت دے، په وخت د مصيبت کښې حاضر او تل مددګار دے. نو مونږ به نۀ يريږو کۀ په زمکه زلزله راشى، او کۀ غرونه د سمندر په مينځ کښې راګزار شى. او يا د سمندر اوبۀ غرار او ځګونه وکړى، او غرونه د اوبو د زور په وجه وخوځولے شى.
زبور ۴۶:۱–۳
داسې وخت به راشى چې تاسو به په خپل خواوشا کښې د جنګونو چغې او سورې او د جنګونو خبر به اورئ.
متى ۲۴:۶
ځکه چې مونږ ته دا پته ده چې زمونږ بدن لکه د دُنياوى خېمې په شان دے په کومه کښې چې مونږ اوسيږو او کله چې هغه راپرېوځى نو خُدائ پاک به مونږ ته په آسمان کښې ابدى کور راکړى کوم چې په انسانى لاسونو جوړ شوے نۀ وى.
دوېم کورنتيان ۵:۱
خو د هغۀ د لوظ په مطابق مونږ د نوؤ آسمانونو او نوې دُنيا اِنتظار کوُو چې د صداقت نه ډکه وى. په دې وجه زما ګرانو دوستانو، کله چې تاسو د دې خبرو په اِنتظار کښې يئ نو کوشش کوئ چې کله د هغۀ سره مخامخ کېږئ نو چې د سلامتۍ په حالت کښې بېداغه او بېعېبه يئ.
دوېم پطروس ۳:۱۳–۱۴
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۶ اکتوبر ۲۳
لوقا ۱۲:۱۵ · زبور ۳۷:۱۶
۲۰۲۶ اکتوبر ۲۲
زبور ۱۰۸:۱ · زبور ۲۷:۱
۲۰۲۶ اکتوبر ۲۱
يوحنا ۱:۱۶ · متى ۱۷:۵
۲۰۲۶ اکتوبر ۲۰
روميان ۷:۲۲ · زبور ۱۱۹:۹۷
۲۰۲۶ اکتوبر ۱۹
متلونه ۳:۲۶ · زبور ۷۶:۱۰
۲۰۲۶ اکتوبر ۱۸
يوحنا ۱۹:۳۴ · هِجرت ۲۴:۸






