۲۰۲۶ اکتوبر ۲۲
ورځنۍ رڼا, اکتوبر ۲۳: مونږ له خپل روزمره رزق راکړه
ورځنۍ رڼا
د هر قِسم حرص نه ځان ساتئ ځکه چې د بنى آدم ژوند په ډېر مال دولت پورې تړلے نۀ دے.
لوقا ۱۲:۱۵
د يو صادق چې لږ مال او دولت وى، د بدعملو د ډېر دولت نه به قيمتى وى.
زبور ۳۷:۱۶
د مالِک خُدائ په يره کښې لږ آمدن غوره دے، د هغه ډېر مال دولت نه چې سکون په کښې نۀ وى.
متلونه ۱۵:۱۶
يقيناً چې د قناعت سره ديندارۍ کښې لويه ګټه ده، خو کۀ مونږ سره خوراک او جامې وى نو مونږ دې په هغې خوشحاله يُو.
اول تيموتيوس ۶:۶, ۸
ما د دروغو او د چل وَل نه وساته مۀ ما غريب کړه او مۀ مې مالداره کړه، خو ما ته صرف خپله د هرې ورځې روټۍ راکړه. هسې نه چې زۀ مالداره شم او تا ونۀ پېژنم او ووايم چې، ”مالِک خُدائ څوک دے؟“ او کۀ يا زۀ غريب شم او غلا وکړم، او داسې د مالِک خُدائ د نوم بېعزتى وکړم.
متلونه ۳۰:۸–۹
مونږ له خپل روزمره رزق راکړه.
متى ۶:۱۱
ځکه زۀ تاسو ته دا وايم چې د خپل ژوندون دپاره دا اندېښنه مۀ کوئ چې څۀ به وخورو، څۀ به وڅښو، او يا څۀ به اغوندو. ولې ژوندون د روټۍ، او بدن د جامو نه ډېر غوره نۀ دے څۀ؟
متى ۶:۲۵
کله چې ما تاسو بېپېسو، بېبټوې او بېپيزاره تش لاس لېږلى وئ، ولې تاسو د څۀ څيز حاجتمند شوئ؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”نه.
لوقا ۲۲:۳۵
د پېسو د مينې نه خپل ځان وساتئ او څۀ چې درسره دى په هغې صبر کوئ، ځکه چې خُدائ پاک فرمائيلى دى چې، ”زۀ به هيڅکله هم تاسو نۀ پرېږدم، او تاسو به هيڅکله نۀ هېروم.“
عبرانيان ۱۳:۵
دا د خُدائ پاک روح دے چې ژوند ورکوى.
يوحنا ۶:۶۳
اول سړے، يعنې آدم ژوندے نفس جوړ شو، خو آخرى آدم ژوندون ورکوونکے روح جوړ شو.
اول کورنتيان ۱۵:۴۵
چې د انسان نه پېدا کيږى هغه جسم دے خو چې د روحُ القُدس نه پېدا کيږى هغه روح دے.
يوحنا ۳:۶
نو هغۀ مونږ له خلاصون راکړو، خو د صداقت د کارونو په سبب نۀ، کوم چې مونږ په خپله کړى وُو، بلکې د خپل رحم په وسيله يې ووينځلُو او د روحُ القُدس په وسيله يې نوے ژوند راکړو.
تيطوس ۳:۵
او په چا کښې چې د مسيح روح نۀ وى نو هغه د مسيح نۀ دے. خو کۀ چرې مسيح په تاسو کښې اوسى نو کۀ څۀ هم ستاسو وجود د ګناه په وجه مړ شى، خو روح تاسو ته ژوند درکوى ځکه چې روح تاسو د خُدائ پاک سره رضا کړئ. کۀ چرې د خُدائ پاک روح په تاسو کښې وى چا چې عيسىٰ د مړو نه بيا ژوندے کړے دے، نو چا چې مسيح د مړو نه بيا ژوندے کړے دے هغه به ستاسو فانى وجودونو ته هم نوے ژوند ورکړى، د خپل هغه روح په وسيله چې په تاسو کښې اوسى.
روميان ۸:۹–۱۱
زۀ د دې نه وروستو نور ژوندے نۀ يم بلکې مسيح په ما کښې ژوندے دے. او زۀ چې اوس کوم ژوند تېروم نو د خُدائ پاک په زوئ يې په ايمان راوړلو کښې تېروم چا چې ما سره مينه کړې ده او زما دپاره يې خپل ځان قربان کړو.
ګلتيان ۲:۲۰
نو تاسو هم خپل ځانونه ګناه ته مړۀ وګڼئ او په عيسىٰ مسيح کښې په شاملېدو سره يې خُدائ پاک ته ژوندى وګڼئ.
روميان ۶:۱۱
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۶ اکتوبر ۲۱
يوحنا ۱:۱۶ · متى ۱۷:۵
۲۰۲۶ اکتوبر ۲۰
روميان ۷:۲۲ · زبور ۱۱۹:۹۷
۲۰۲۶ اکتوبر ۱۹
متلونه ۳:۲۶ · زبور ۷۶:۱۰
۲۰۲۶ اکتوبر ۱۸
يوحنا ۱۹:۳۴ · هِجرت ۲۴:۸
۲۰۲۶ اکتوبر ۱۷
زبور ۸۹:۱۶ · يشعياه ۴۵:۲۴–۲۵
۲۰۲۶ اکتوبر ۱۶
روميان ۱۲:۱۱ · معلِم ۹:۱۰






