۲۰۲۶ اکتوبر ۲۰
ورځنۍ رڼا, اکتوبر ۲۱: زۀ او زما پلار يو يُو (يوحنا ۱۰:۳۰)
ورځنۍ رڼا
ځکه چې مونږ ټولو د هغۀ د ټولې معمورتيا نه په فضل دپاسه فضل وموندلو.
يوحنا ۱:۱۶
دا زما محبوب زوئ دے د چا نه چې زۀ راضى يم.
متى ۱۷:۵
تاسو وګورئ چې پلار مونږ ته څومره زياته مينه راکړه چې مونږ به د خُدائ پاک روحانى بچى بللے شُو، نو مونږ په رښتيا سره هم دغه شان يُو.
اول يوحنا ۳:۱
خو په دې آخره زمانه کښې هغۀ مونږ ته د خپل زوئ په وسيله خبرې وکړې چا چې هغه د ټولو څيزونو وارث مقرر کړو او د هغۀ په وسيله يې کائنات پېدا کړل.
عبرانيان ۱:۲
او چې بچى يُو نو وارثان هم يُو. مونږ د خُدائ پاک وارثان او د مسيح په ميراث کښې شريک هم يُو، خو کۀ چرې مونږ د هغۀ سره په جلال کښې شريک يُو نو د هغۀ په تکليف کښې به هم شريک يُو.
روميان ۸:۱۷
زۀ او زما پلار يو يُو.“ ... نو زما په کارونو ايمان راوړئ د دې دپاره چې تاسو ته پته ولګى او پوهه شئ چې پلار په ما کښې دے او زۀ په پلار کښې يم.“
يوحنا ۱۰:۳۰, ۳۸
خپل خُدائ پاک له او ستاسو خُدائ پاک له پاس ځم.
يوحنا ۲۰:۱۷
زۀ په هغوئ کښې يم او تۀ په ما کښې يې، چې دوئ په مکمل توګه يو شى.
يوحنا ۱۷:۲۳
او خُدائ پاک هر څۀ د مسيح د پښو لاندې کړل او هغه يې د جماعت په ټولو څيزونو سردار جوړ کړو، او جماعت د مسيح بدن دے. او د مسيح نه پوره معمورتيا حاصلوى او هم دې وخت کښې ټول کائنات د خپل حضور نه ډکوى.
اِفِسيانو ۱:۲۲–۲۳
نو اے خوږو دوستانو، نو چې مونږ سره داسې وعدې شوې دى نو راځئ چې مونږ خپل ځانونه د هر قِسمه جسمانى او روحانى ناپاکو نه پاک کړُو او د خُدائ پاک د يرې نه خپل پاکوالے کمال ته ورسوو.
دوېم کورنتيان ۷:۱
زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې يو نوکر د خپل مالِک نه لوئ نۀ وى او نۀ پېغام وړونکے د رالېږونکى نه لوئ وى. اوس تاسو په دې خبره پوهه شوئ نو تاسو بختور يئ کۀ چرې عمل پرې وکړئ.
يوحنا ۱۳:۱۶–۱۷
په هغه ورځو کښې په يروشلم کښې شمعون نومې يو سړے وو. هغه رښتينے او پرهيزګاره وو، څوک چې د بنى اِسرائيلو د بچ کېدو په طمع وو او د روحُ القُدس نه معمور وو. ... نو هغه د روحُ القُدس په هدايت د خُدائ کور ته راغلو. او کله چې د عيسىٰ مور پلار هغه ماشوم عيسىٰ دننه راوړو چې د شريعت په مطابق يې خُدائ ته وقف کړى.
لوقا ۲:۲۴–۲۷
ځکه چې اِبن آدم د دې دپاره رانۀغلو چې د هغۀ خِدمت دې وکړے شى خو د دې دپاره راغلو چې د نورو خِدمت وکړى او خپل ژوند د ډېرو دپاره فديه کړى.“
متى ۲۰:۲۸
او عيسىٰ پوهه وو چې پلار هغۀ له د هر څۀ اختيار ورکړے دے او چې هغه د خُدائ پاک نه راغلے دے او خُدائ پاک له واپس روان دے. نو هغه د روټۍ نه پاڅېدو، خپل څادر يې يو طرف ته کېښودو، يوه توليه يې راواخسته او د ملا نه يې تاو کړه. بيا هغۀ په يو لوښى کښې اوبۀ واچولې او د خپلو مريدانو په پښو وينځلو يې شروع وکړه او په هغه توليه يې وچولې چې د ځان نه يې تاو کړې وه.
يوحنا ۱۳:۳–۵
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۶ اکتوبر ۱۹
متلونه ۳:۲۶ · زبور ۷۶:۱۰
۲۰۲۶ اکتوبر ۱۸
يوحنا ۱۹:۳۴ · هِجرت ۲۴:۸
۲۰۲۶ اکتوبر ۱۷
زبور ۸۹:۱۶ · يشعياه ۴۵:۲۴–۲۵
۲۰۲۶ اکتوبر ۱۶
روميان ۱۲:۱۱ · معلِم ۹:۱۰
۲۰۲۶ اکتوبر ۱۵
زبور ۵۹:۹ · دوېم سموئيل ۲۲:۲–۳
۲۰۲۶ اکتوبر ۱۴
روميان ۱۴:۹ · يشعياه ۵۳:۱۰–۱۱






