۲۰۲۶ اکتوبر ۲۳
ورځنۍ رڼا, اکتوبر ۲۴: زۀ ستا د حضور نه شړلے شوے يم
ورځنۍ رڼا
زۀ ستا د حضور نه شړلے شوے يم، خو زۀ به بيا هم ستا مقدس کور ته ګورمه.
يُونس ۲:۴
خو د يروشلم خلقو ووئيل، ”مالِک خُدائ مونږ پرېښى يُو. او هغۀ مونږ هېر کړى يُو.“ ”هيڅکله نه. يو مور خپل د پيو ماشوم هېرولے شى څۀ؟ او چې کوم بچے ترې نه پېدا شوے وى نو د هغۀ سره به مينه نۀ کوى څۀ؟ کۀ يوه مور خپل بچے هېر هم کړى، خو زۀ به تاسو هيڅکله هم هېر نۀ کړم.
يشعياه ۴۹:۱۴–۱۵
زما زړۀ د سلامتيا نه خالى شوے دے او ما نه هېر دى چې خوشحالى څۀ ته وائى. نو زۀ دا وايم، ”زما طمع او اُميد لاړو او څۀ چې زما د مالِک خُدائ نه اُميد وو هغه ختم شو.“
مرثيى ۳:۱۷–۱۸
اے مالِکه خُدايه، راپاڅه ولې تۀ اودۀ کېږې څۀ؟ راپاڅه، او تر ابده پورې مونږ مۀ رد کوه.
زبور ۴۴:۲۳
نو اے بنى اِسرائيلو، تاسو شکايت ولې کوئ چې مالِک خُدائ ستاسو په تکليفونو باندې خبر نۀ دے يا چې ستاسو سره بېاِنصافى کيږى نو تاسو وايئ چې هغه ستاسو خيال نۀ ساتى؟
يشعياه ۴۰:۲۷
ما د غصې په تاو کښې د لږ ساعت دپاره ستاسو نه مخ واړولو، خو زۀ به تل په مينې سره په تاسو رحم کوم.“ ستاسو خلاصونکے مالِک خُدائ داسې فرمائى.
يشعياه ۵۴:۸
ولې خفه کېږې زما روحه، دومره ولې پرېشانه کېږې تۀ؟ په خُدائ پاک باندې توکل کوه مۀ پرېشانه کېږه تۀ، زۀ به بيا ستا ثناء صِفت بيان کړم، پاکه خُدايه، ځکه چې هم تا زۀ خلاص کړم.
زبور ۴۳:۵
مونږ د هرې خوا نه په مصيبتونو کښې راګېر يُو خو تباه کيږُو نه، مونږ خو پرېشانه کيږُو خو نا اُميده کيږُو نه، مونږ زورول کيږُو خو پرېښودل کيږُو نه، مونږ وهل کيږُو خو هلاکيږو نه.
دوېم کورنتيان ۴:۸–۹
کله چې غريبانان او ضرورتمند اوبۀ لټوى، خو مومى يې نه، او د هغوئ مرۍ د تندې نه اوچې شى، نو بيا به زۀ، مالِک خُدائ د هغوئ سوال قبول کړم، زۀ.
يشعياه ۴۱:۱۷
ډېر خلق تپوس کوى، مونږ سره به څوک ښۀ وى؟
زبور ۴:۶
نو په مخ د زمکې انسان ته د سخت محنت او پرېشانۍ نه څۀ حاصليږى؟ هره ورځ هغه کړيږى او د خپل کار دپاره پرېشانه وى. او د شپې هم ورته ذهنى سکون نۀ ملاويږى. ... دا هر څۀ بېمعنې وُو، هسې هوا پسې منډې وهل وو.
معلِم ۲:۲۲–۲۳, ۱۷
يو دا چې هغوئ زۀ چې د ژوندون د اوبو چينه يم پرېښودے يم، او بل دا چې د خپل ځان دپاره يې مات شوى تالابونه جوړ کړى دى په کوم کښې چې اوبۀ نۀ ايساريږى.
يرمياه ۲:۱۳
هر څوک چې پلار ما ته حواله کړى هغه به ما له راشى او څوک چې ما له راشى هغه به زۀ هيڅکله ونۀ شړم.
يوحنا ۶:۳۷
زۀ به تږى مُلک له اوبۀ ورکړم او په اوچه زمکه به نِهرونه روان کړم.
يشعياه ۴۴:۳
بختور دى هغوئ چې د صداقت اوږى تږى دى، دوئ به ماړۀ کړے شى.
متى ۵:۶
اے خُدايه، تۀ زما خُدائ پاک يې. د زړۀ نه ستا په لټون کښې يم، روح او زما ځان ستا تږے دے، لکه اوبۀ چې نۀ وى په زمکه خشکه او شاړه.
زبور ۶۳:۱
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۶ اکتوبر ۲۲
زبور ۱۰۸:۱ · زبور ۲۷:۱
۲۰۲۶ اکتوبر ۲۱
يوحنا ۱:۱۶ · متى ۱۷:۵
۲۰۲۶ اکتوبر ۲۰
روميان ۷:۲۲ · زبور ۱۱۹:۹۷
۲۰۲۶ اکتوبر ۱۹
متلونه ۳:۲۶ · زبور ۷۶:۱۰
۲۰۲۶ اکتوبر ۱۸
يوحنا ۱۹:۳۴ · هِجرت ۲۴:۸
۲۰۲۶ اکتوبر ۱۷
زبور ۸۹:۱۶ · يشعياه ۴۵:۲۴–۲۵






