۲۰۲۶ اکتوبر ۲۶
ورځنۍ رڼا, اکتوبر ۲۷: هغۀ زمونږ بيمارۍ او کمزورۍ اوچتې کړې
ورځنۍ رڼا
هغۀ زمونږ بيمارۍ او کمزورۍ اوچتې کړې.
متى ۸:۱۷
نو اِمام به حُکم وکړى چې دوه حلال مارغان دې د دِيار د لرګى د يوې ټُکړې سره، يو د تک سور تار او د وېلنى بوټى سره راوړلے شى. بيا به اِمام حُکم وکړى چې يو مارغۀ دې د خاورې لوښى دپاسه حلال کړے شى چې د چينې تازه اوبۀ په کښې وى. هغه به ژوندے مارغۀ د دِيار د لرګى، د تک سور تار او د وېلنى سره، د هغۀ مارغۀ په وينه کښې ډُوب کړى کوم چې حلال شوے وى. هغه به اووۀ ځله هغه وينه په هغه سړى باندې وشيندى کوم چې د جذام د بيمارۍ نه پاکولے شى او بيا به هغه اِعلان وکړى چې دا کس پاک دے. هغه به ژوندے مارغۀ آزاد کړى چې په هوا کښې والوځى.
ليويانو ۱۴:۴–۷
هغۀ چې کله عيسىٰ وليدو نو هغه ورته په سجده پرېوتو او مِنت زارى يې ورته وکړه چې، ”مالِکه، کۀ تۀ وغواړې نو ما روغولے شې.“
لوقا ۵:۱۲
د عيسىٰ زړۀ په هغۀ وسوزېدلو، خپل لاس يې وراوږد کړو، او د هغۀ سره يې ولګولو او ورته يې فرمائيل چې، ”آو، زۀ غواړم. پاک شه.“ نو سمدستى د هغۀ نه جذام ختم شو او هغه پاک شو.
مرقوس ۱:۴۱–۴۲
ما ته پته ده چې تاسو د چا دپاره برکت غواړئ نو هغه برکت مومى او چې په چا لعنت ووايئ نو هغه لعنتى شى.“
شمېر ۲۲:۶
”بختور دى هغوئ چې د روح غريبان دى ځکه چې د آسمان بادشاهى د هغوئ ده.
متى ۵:۳
بختور دى هغوئ چې غمژن دى، هغوئ به تسلى ومومى. بختور دى هغوئ چې حليمان دى ځکه چې دوئ به د زمکې وارثان شى. بختور دى هغوئ چې د صداقت اوږى تږى دى، دوئ به ماړۀ کړے شى. بختور دى هغوئ چې رحم کوى، په هغوئ به رحم وکړے شى. بختور دى هغوئ چې زړونه يې پاک دى، هغوئ به د خُدائ پاک ديدن وکړى. بختور دى د امن راوستونکى، خُدائ پاک به هغوئ ته خپل زامن ووائى. بختور دى هغوئ چې د خُدائ پاک د رضا پوره کولو دپاره زورَولے کيږى، د آسمان بادشاهى د هغوئ ده. تاسو بختور يئ کله چې خلق درته سپکې سپورې وائى، او زوروى مو او زما له وجې خلق ستاسو په حقله هر قِسم دروغژنې بدې خبرې کوى. دا هر څۀ تاسو په خوشحالۍ او روڼ تندى وزغمئ ځکه چې په آسمان کښې ستاسو دپاره لوئ اجر دے.
متى ۵:۴–۱۲
بختور هغه دى څوک چې د خُدائ پاک کلام اورى او عمل پرې کوى.
لوقا ۱۱:۲۸
بختور دى هغه خلق چې خپلې چُوغې يې صفا وينځلى دى، نو هم هغوئ به د ژوندون د ونې حق ومومى او ښار ته به په دروازو ورننوځى.
رويا ۲۲:۱۴
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۶ اکتوبر ۲۵
متى ۲۸:۲۰ · يوحنا ۱۴:۲۱–۲۳
۲۰۲۶ اکتوبر ۲۴
يُونس ۲:۴ · يشعياه ۴۹:۱۴–۱۵
۲۰۲۶ اکتوبر ۲۳
لوقا ۱۲:۱۵ · زبور ۳۷:۱۶
۲۰۲۶ اکتوبر ۲۲
زبور ۱۰۸:۱ · زبور ۲۷:۱
۲۰۲۶ اکتوبر ۲۱
يوحنا ۱:۱۶ · متى ۱۷:۵
۲۰۲۶ اکتوبر ۲۰
روميان ۷:۲۲ · زبور ۱۱۹:۹۷






