چې کله بنى اِسرائيلو دا وليدل، نو هغوئ نۀ پېژندل چې دا څۀ شے دے او د يو بل نه يې تپوسونه کول، ”دا څۀ دى؟“ موسىٰ دوئ ته وفرمائيل، ”دا هغه روټۍ ده چې مالِک خُدائ تاسو له د خوړلو دپاره درکړې ده.
هِجرت 16:15
ورځنی رڼا
چې کله بنى اِسرائيلو دا وليدل، نو هغوئ نۀ پېژندل چې دا څۀ شے دے او د يو بل نه يې تپوسونه کول، ”دا څۀ دى؟“ موسىٰ دوئ ته وفرمائيل، ”دا هغه روټۍ ده چې مالِک خُدائ تاسو له د خوړلو دپاره درکړې ده.
هِجرت 16:15
ځکه چې د خُدائ پاک روټۍ هغه ده چې د آسمان نه راکوزيږى او دُنيا ته ژوندون ورکوى.“
يوحنا 6:33
ستاسو پلار نيکونو په صحرا کښې من وخوړل خو هغوئ مړۀ شول.
يوحنا 6:49
زۀ د ژوندون روټۍ يم چې د آسمان نه راکوزه شوې ده. څوک چې دا روټۍ وخورى هغه به تل ژوندے وى. او کومه روټۍ چې زۀ د دُنيا د ژوندون دپاره ورکوم هغه زما بدن دے.“
يوحنا 6:51
زما بدن حقيقى خوراک دے او زما وينه حقيقى څښاک دے.
يوحنا 6:55
بنى اِسرائيلو هم دغه شان وکړل، چا ډېره او چا لږه راټوله کړه. چې کله دوئ اندازه واخستله، چا چې ډېره راټوله کړې وه د هغۀ سره ډېره زياته نۀ وه او چا چې لږه راټوله کړې وه د هغۀ سره کمه نۀ وه. هر يو کس د خپل ضرورت په مطابق راټوله کړې وه.
هِجرت 16:17-18
هر سحر هر يو کس به د خپل ضرورت په مطابق راټولوله، او چې نمر به ګرم شو، نو څۀ هم چې په زمکه پاتې وُو نو هغه به ويلى شول.
هِجرت 16:21
نو دا اندېښنه مۀ کوئ چې څۀ به وخورو، څۀ به وڅښو يا څۀ به واغوندو. په دې ټولو څيزونو پسې بېدينه زغلى، خو ستاسو آسمانى پلار ستاسو د حاجتونو نه ښۀ خبر دے. تاسو د هر څۀ نه اول د خُدائ پاک د بادشاهۍ او د هغۀ د رښتينوالۍ لټون کوئ، نو بيا به هغه دا ټول څيزونه هم تاسو ته درکړى.
متى 6:31-33
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۶ اګست ۲۹
Proverbs 16:20
۲۰۲۶ اګست ۲۸
Revelation 12:10
۲۰۲۶ اګست ۲۷
Psalms 119:105
۲۰۲۶ اګست ۲۶
Exodus 28:36
۲۰۲۶ اګست ۲۵
Isaiah 51:1
۲۰۲۶ اګست ۲۴
Exodus 3:7
۲۰۲۶ اګست ۲۳
Jeremiah 31:3