زۀ به په بېغمۍ سره اودۀ شم، يواځې تۀ اے مالِکه خُدايه، زما ژوند په حفاظت تېر کړه.
زبور 4:8
ورځنی رڼا
زۀ به په بېغمۍ سره اودۀ شم، يواځې تۀ اے مالِکه خُدايه، زما ژوند په حفاظت تېر کړه.
زبور 4:8
تۀ به د شپې د دهشت نه نۀ يرېږې، او نۀ به تۀ د ورځې د غشى نه يرېږې،
زبور 91:5
په خپلو بڼو به دې پټ کړى او تۀ به د هغۀ د وزرونو لاندې پناه ومومې. د هغۀ وفادارى به دې ډال او ستا د حفاظت دېوال وى.
زبور 91:4
اے يروشلمه، اے د يروشلم ښاريې چې تۀ نبيان وژنې او رسولان سنګساروې کوم چې تا ته رالېږلے شوى دى. ما څو ځله دا ارمان وکړو چې ستا بچى راغونډ کړم، داسې لکه چې چرګه خپل بچى د وزرو لاندې راغونډوى، خو تا دا نۀ غوښتل.
متى 23:37
ستا پښې به هغه ښوئېدو ته نۀ پرېږدى، هغه څوک چې ستا حِفاظت کوى هغۀ له خوب نۀ ورځى. په حقيقت کښې هغه څوک چې د بنى اِسرائيلو حفاظت کوى، هغۀ ته نۀ خوب جوټه ورکوى او نۀ اودۀ کيږى. مالِک خُدائ ستاسو حفاظت کوى، مالِک خُدائ لکه د سورې په شان تا سره دے.
زبور 121:3-5
زۀ غواړم چې تر ابده ستا مقدس ځائ کښې اوسېږم، او ستا د وزرو لاندې پناه واخلم.
زبور 61:4
خو تيارۀ به ستا دپاره تيارۀ نۀ وى، شپه به لکه د ورځ په شان ځليږى. ځکه چې تيارۀ به ستا دپاره د رڼا په شان وى.
زبور 139:12
هغۀ خو خپل زوئ هم پرې نۀ ښودو او زمونږ دپاره يې د قربانۍ دپاره پېش کړو، نو بيا د دې سره به مونږ ته نور څيزونه رانۀ کړى څۀ؟
روميان 8:32
او تاسو د عيسىٰ مسيح يئ او مسيح د خُدائ پاک دے.
اول کورنتيان 3:23
په هغه ورځ به مالِک خُدائ ربُ الافواج ټول طاقتور خلق او هغه هر څوک چې مغروره يا لوئ وى، هغه ټول به عاجزه کړى.
يشعياه 2:12
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۶ اګست ۲۸
Revelation 12:10
۲۰۲۶ اګست ۲۷
Psalms 119:105
۲۰۲۶ اګست ۲۶
Exodus 28:36
۲۰۲۶ اګست ۲۵
Isaiah 51:1
۲۰۲۶ اګست ۲۴
Exodus 3:7
۲۰۲۶ اګست ۲۳
Jeremiah 31:3
۲۰۲۶ اګست ۲۲
Romans 14:7-8