درېنۍ د ۲۰۲۶ د اګست ۲۵

ورځنی رڼا

۲۰۲۶ اګست ۲۵

زۀ په مالِک خُدائ کښې ډېر خوشحاله يم. زما ځان د خُدائ پاک په تعريف کښې د خوشحالۍ سندرې وائى. ځکه لکه څنګه چې د وادۀ زلمے د وادۀ په جوړه کښې او ناوې په کالو ځان سنګار کړے وى داسې مالِک خُدائ زۀ د خلاصون په لباس او د صداقت په څادر کښې رانغښتے يم.

يشعياه 61:10

هر وخت به زۀ د مالِک خُدائ ثناء صِفت کوم، زۀ به په خپله ژبه ټول عمر د هغۀ ثناء صِفت کوم. په مالِک خُدائ به زما روح فخر کوى، بې‌وسه خلق دې خوشحالى کوى. راځئ ما سره د مالِک خُدائ لوئى بيان کړئ، او په شريکه د هغۀ نوم ته لوئى ورکړئ.

زبور 34:1-3

خو مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک نمر او ډال دے. ځکه چې مالِک خُدائ به مونږ ته خپل فضل او عزت راکړى، هغه د هر هغه چا نه ښۀ څيزونه نۀ ايساروى د کومو خلقو لارې چې بې‌داغه وى. اے مالِکه خُدايه، ربُ الافواج خُدايه، بختور دے هغه څوک چې په تا توکل کوى.

زبور 84:11-12

اے زما روحه، د مالِک خُدائ ثناء ووايه، اے زما ټول ځانه، د مالِک خُدائ د مقدس نوم ثناء ووايه.

زبور 103:1

کۀ په تاسو کښې څوک په تکليف کښې وى نو دُعا دې وغواړى، کۀ خوشحاله وى نو هغوئ دې ثنا ووائى.

يعقوب 5:13

Don’t be drunken with wine, in which is dissipation, but be filled with the Spirit, speaking to one another in psalms, hymns, and spiritual songs; singing, and making melody in your heart to the Lord; giving thanks always concerning all things in the name of our Lord Jesus Christ, to God, even the Father;

Ephesians 5:18-20

Let the word of Christ dwell in you richly; in all wisdom teaching and admonishing one another with psalms, hymns, and spiritual songs, singing with grace in your heart to the Lord.

Colossians 3:16

خو په نيمه شپه کښې پولوس او سيلاس دُعا کوله او د خُدائ پاک ثنا يې وئيله او نورو قېديانو ورته غوږ اېښے وو،

اعمال 16:25

همېشه په مالِک کښې خوشحالى کوئ، او بيا هم وايم چې خوشحالى کوئ.

فيليپيانو 4:4

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې