کۀ تۀ په سخت وخت همت بائيلې، نو تۀ بيا ډېر کمزورے انسان يې.
متلونه 24:10
ورځنی رڼا
کۀ تۀ په سخت وخت همت بائيلې، نو تۀ بيا ډېر کمزورے انسان يې.
متلونه 24:10
هغه کمزورو او ستړو له طاقت ورکوى.
يشعياه 40:29
He has said to me, “My grace is sufficient for you, for my power is made perfect in weakness.” Most gladly therefore I will rather glory in my weaknesses, that the power of Christ may rest on me.
2 Corinthians 12:9
هغه به له ما نه سوال وکړى او زۀ به هغه قبول کړم. په سخته کښې به زۀ د هغۀ سره يم زۀ به هغه بچ کړم، او عزت به هغۀ ته ورکړم.
زبور 91:15
خُدائ پاک همېشه ستاسو د حِفاظت ځائ دے، د هغۀ ابدى قوت به ستاسو مدد کوى. تاسو چې مخ په وړاندې ځئ نو هغه ستاسو دشمنان شړى، او تاسو ته يې وفرمائيل چې، هغوئ ټول تباه کړئ.
ګردان 33:27
ډېرې بېعزتۍ مې زړۀ مات کړے دے نااُميده يم، څوک نۀ وُو چې په ما يې رحم کړے وے، يو هم نۀ وو، څوک نۀ وُو چې ما له يې تسلى راکړے وے، يو هم نۀ وو.
زبور 69:20
هر مشر اِمام د انسانانو نه د دې دپاره منتخب کيږى چې خُدائ پاک ته د خلقو نمائندګى وکړى او د انسانانو د ګناهونو دپاره نذرانې او قربانۍ پېش کړى. او هغه د دې جوګه دے چې د ناپوهه او ګمراهانو سره په نرمۍ سلوک وکړى ځکه چې په هغۀ کښې هم هغه شان کمزورتيا شته دے.
عبرانيان 5:1-2
دغه شان مسيح هم د مشر اِمام عزت پخپله حاصل نۀ کړو بلکې هغه، هغه چا منتخب کړو چا چې ورته فرمائيلى وُو چې، ”تۀ زما زوئ يې او د نن نه زۀ ستا پلار شوم.“
عبرانيان 5:5
اګر چې هغه زوئ وو، خو د تکليفونو په تېرولو هغۀ فرمانبردارى زده کړه. نو چې هغه کامِل کړے شو نو هغه د خپلو ټولو منونکو دپاره د ابدى خلاصون وسيله وګرځېدو.
عبرانيان 5:8-9
خو بېشکه چې هغۀ زمونږ بيمارۍ او کمزورۍ اوچتې کړې. خو بيا هم زمونږ دا خيال وو چې هغۀ له سزا ورکړے شوه، او دا چې خُدائ پاک هغه ووهلو او د هغۀ د ګناهونو سزا يې ورکړه.
يشعياه 53:4
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۶ اګست ۱۹
1 Peter 1:15
۲۰۲۶ اګست ۱۸
Deuteronomy 3:24
۲۰۲۶ اګست ۱۷
James 5:16
۲۰۲۶ اګست ۱۶
1 Chronicles 22:5
۲۰۲۶ اګست ۱۵
Hebrews 13:20-21
۲۰۲۶ اګست ۱۴
Nehemiah 8:10
۲۰۲۶ اګست ۱۳
Hebrews 11:16