He is before all things, and in him all things are held together.
Colossians 1:17
ورځنی رڼا
He is before all things, and in him all things are held together.
Colossians 1:17
د لوديکيه د جماعت فرښتې ته دا پېغام وليکه، دا پېغام د هغه چا د طرفه دے چې آمين دے، څوک چې وفادار رښتينے ګواه دے او د خُدائ پاک د نوى خلقت شروع ده. هغه فرمائى چې
رويا 3:14
He is the head of the body, the assembly, who is the beginning, the firstborn from the dead; that in all things he might have the preeminence.
Colossians 1:18
مالِک خُدائ د هر څۀ نه وړاندې چې نور څۀ پېدا کړى، د ټولو نه اول يې زۀ پېدا کړم. زۀ يې د ازل نه مقرر کړے وم، د دې نه مخکښې چې دُنيا لا پېدا شوې هم نۀ وه.
متلونه 8:22-23
زۀ هلته وم هر کله چې هغۀ آسمان په خپل ځائ ودرولو، او کله چې يې د سمندر په مخ د فضا لهرونه خوارۀ کړل، کله چې هغۀ بره وريځ مقرر کړه او کله چې د سمندر د ډکولو دپاره چينې جوړې کړې، او کله چې هغۀ سمندر ته حد مقرر کړو، ترڅو چې اوبۀ د هغۀ د حُکم نه يو قدم هم زيات وانۀ خلى، او کله چې هغۀ د زمکې بنيادونه کېښودل نو زۀ هلته وم. زۀ د هغۀ په څنګ کښې وم څوک چې د ټولو نه ښۀ ګلکار دے، زۀ هره ورځ د هغۀ د خوشحالۍ سبب وم، او ما تل د هغۀ په حضور کښې خوشحالى کوله،
متلونه 8:27-30
زۀ خُدائ پاک يم او د همېشه دپاره به يم. زما د طاقت نه هيڅ څوک هم نۀ شى بچ کېدلے، زۀ چې کوم کار کوم نو هغه څوک ايسارولے شى؟“
يشعياه 43:13
او د زمکې ټول اوسېدونکى به د هغې عبادت وکړى هغوئ ټول د چا نومونه چې د هغه حلال شوى ګډُورى د ژوندون په کِتاب کښې د ازل نه ليکلے شوى نۀ دى.
رويا 13:8
او عيسىٰ چې د ايمان بانى او کاملونکے دے هغۀ ته وګورو چا چې د خوشحالۍ حاصلولو دپاره د سولۍ مرګ وزغملو او د دې په بېعزتۍ ونۀ شرمېدلو او د خُدائ پاک د تخت په ښى لاس کښېناستو.
عبرانيان 12:2
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۶ اګست ۱۵
Hebrews 13:20-21
۲۰۲۶ اګست ۱۴
Nehemiah 8:10
۲۰۲۶ اګست ۱۳
Hebrews 11:16
۲۰۲۶ اګست ۱۲
Lamentations 3:31-32
۲۰۲۶ اګست ۱۱
Hebrews 2:14
۲۰۲۶ اګست ۱۰
John 17:15
۲۰۲۶ اګست ۹
Song of Solomon 4:7