رڼا د کوم ځائ نه راځى، او د تيارې ځائ چرته دے،
ايُوب 38:19
ورځنی رڼا
رڼا د کوم ځائ نه راځى، او د تيارې ځائ چرته دے،
ايُوب 38:19
دا هغه پېغام دے چې مونږ د مسيح نه واورېدلو او تاسو ته يې معلومات درکوو چې خُدائ پاک نُور دے او په هغۀ کښې هيڅ تيارۀ نشته.
اول يوحنا 1:5
نو ترڅو چې زۀ په دُنيا کښې يم، زۀ د دُنيا نُور يم.“
يوحنا 9:5
کۀ مونږ دا وايو چې هغۀ سره شراکت ساتو او په تيارو کښې ګرځو نو مونږ دروغژن يُو او په هغې عمل نۀ کوُو څۀ چې رښتيا دى. خو کۀ مونږ په نُور کښې ژوند کوُو لکه څنګه چې هغه په خپله په نُور کښې دے نو بيا مونږ په خپلو کښې شراکت ساتو، او د هغۀ د زوئ عيسىٰ وينه مونږ د هر يو ګناه نه پاکوى.
اول يوحنا 1:6-7
giving thanks to the Father, who made us fit to be partakers of the inheritance of the saints in light; who delivered us out of the power of darkness, and translated us into the Kingdom of the Son of his love; in whom we have our redemption, the forgiveness of our sins;
Colossians 1:12-14
ځکه چې تاسو ټول د نُور او د ورځې بچى يئ، او مونږ نۀ د شپې يُو او نۀ د تيارې يُو.
اول تِسالونيکيان 5:5
تاسو د ټولې دُنيا دپاره رڼا يئ. کوم ښار چې په غرۀ آباد وى هغه پټېدے نۀ شى.
متى 5:14
او تاسو هم دغه رنګ د خلقو د وړاندې رڼا خوره کړئ د دې دپاره چې هرکله هغوئ ستاسو ښۀ کارونه ووينى نو هغوئ به ستاسو د آسمانى پلار، لوئى بيان کړى.
متى 5:16
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۶ اګست ۱۰
John 17:15
۲۰۲۶ اګست ۹
Song of Solomon 4:7
۲۰۲۶ اګست ۸
Proverbs 4:18
۲۰۲۶ اګست ۷
John 14:26
۲۰۲۶ اګست ۶
Proverbs 3:12
۲۰۲۶ اګست ۵
Romans 6:4
۲۰۲۶ اګست ۴
John 19:30