درېنۍ د ۲۰۲۶ د اګست ۴

ورځنی رڼا

۲۰۲۶ اګست ۴

د آسمانه يې خپل لاس کړلو راوږد او زۀ يې بچ کړم، زۀ يې د ډوبو اوبو نه رابهر کړم.

زبور 18:16

هغۀ زۀ د هلاکت د کندې نه رابهر کړم، او د لمدو خټو نه يې راوويستم. زما پښې يې په ګټ کېښودې او مضبوط يې ودرولم.

زبور 40:2

You were made alive when you were dead in transgressions and sins, in which you once walked according to the course of this world, according to the prince of the power of the air, the spirit who now works in the children of disobedience; among whom we also all once lived in the lusts of our flesh, doing the desires of the flesh and of the mind, and were by nature children of wrath, even as the rest.

Ephesians 2:1-3

اے پاکه خُدايه، زما سوال زارى واوره، او زما دُعا ته غوږ ونيسه. د دُنيا د آخر نه تا ته نعرې وهم، کله چې زړۀ زما بې‌حاله شى. اوچت ګټ ته مې بوځه او ما ته هلته پناه راکړه.

زبور 61:1-2

هغۀ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ ته ما په خپل تکليف کښې آواز وکړو، او هغۀ ما له جواب راکړو. ما د عالمِ ارواح نه د مدد دپاره آواز وکړو، او تا زما فرياد ته غوږ ونيولو. تا زۀ لاندې ډوبو اوبو کښې د سمندر مينځ ته وغورزولم، او د سمندر زورَورو چپو زۀ راګېر کړم، او هغه ټولې زورَورې چپې چې تا رالېږلې وې په ما تېرې شوې.

يُونس 2:2-3

تا زمونږ دشمنان زمونږ په سر باندې تېرېدو ته پرېښودل، او مونږ دې اور او سېلاب نه تير کړُو، خو آخر دې هم مونږ د آرام او برکتونو ځائ ته راوستُو.

زبور 66:12

کله چې تاسو د سمندر په ژورو اوبو کښې روان يئ، نو زۀ به ستاسو مل يم، کله چې تاسو د سمندرونو نه تېرېږئ نو ډوبېږئ به نه. کله چې تاسو په اور کښې تېرېږئ، نو تاسو به نۀ سوزئ، او د اور شُغلې به تاسو ته نقصان نۀ درکوى.

يشعياه 43:2

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې