بيا په هغوئ کښې نيکوديموس نومې يو سړى، يعنې هغه سړے چې يو ځل مخکښې عيسىٰ له راغلے وو، هغۀ ووئيل چې،
يوحنا 7:50
ورځنی رڼا
بيا په هغوئ کښې نيکوديموس نومې يو سړى، يعنې هغه سړے چې يو ځل مخکښې عيسىٰ له راغلے وو، هغۀ ووئيل چې،
يوحنا 7:50
پطروس ورپسې په څۀ فاصله کښې وروستو روان وو، نو کله چې د مشر اِمام د کور صحن ته ورسېدو، نو نېغ ورغلو او هلته هغه د سپاهيانو سره کښېناستو چې د دې هر څۀ اَنجام ووينى.
متى 26:58
خو سره د دې په هغوئ کښې ډېرو يهودى مشرانو هم په هغۀ ايمان راوړو، خو د فريسيانو په وجه يې د دې اِقرار نۀ کولو، او د دې يرې چې هغوئ به د عبادتخانې نه بهر کړے شى. ځکه چې هغوئ د خُدائ پاک نه د عزت په نسبت د انسان نه عزت حاصلول زيات خوښول.
يوحنا 12:42-43
څوک چې د انسان نه يريږى هغه به په دام کښې ګېر شى، خو چې څوک په مالِک خُدائ توکل کوى هغوئ به په امن و امان شى.
متلونه 29:25
هر څوک چې پلار ما ته حواله کړى هغه به ما له راشى او څوک چې ما له راشى هغه به زۀ هيڅکله ونۀ شړم.
يوحنا 6:37
هغه به يوه کږه لوخه هم نۀ ماتوى او نۀ به کمه بلېدونکې ډيوه مړه کوى. هغه به په وفادارۍ سره اِنصاف قائم ساتى.
يشعياه 42:3
20-هغۀ جواب ورکړو چې، ”ځکه ستاسو ايمان ډېر کمزورے دے. زۀ تاسو ته رښتيا وايم، کۀ ستاسو ايمان د شړشمو د تخم هومره هم وى نو چې تاسو دې غر ته ووايئ چې دلته نه هلته لاړ شه، نو هغه به روان شى. او هيڅ کار به ستاسو دپاره ناممکن نۀ وى.“
متى 17:20
For God didn’t give us a spirit of fear, but of power, love, and self-control. Therefore don’t be ashamed of the testimony of our Lord, nor of me his prisoner; but endure hardship for the Good News according to the power of God,
2 Timothy 1:7-8
اوس اے ګرانو بچو، اوس په هغۀ کښې شراکت وساتئ، نو کله چې هغه ښکاره شى نو مونږ به مطمئن يُو او د هغۀ په راتلو به د هغۀ په وړاندې شرمنده نۀ يُو.
اول يوحنا 2:28
هر څوک چې د خلقو په وړاندې زما اِقرار وکړى، زۀ به په آسمان کښې د خپل پلار په وړاندې د هغۀ اِقرار وکړم.
متى 10:32
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۶ جولای ۲۹
Isaiah 64:1
۲۰۲۶ جولای ۲۸
Ephesians 5:2
۲۰۲۶ جولای ۲۷
2 Corinthians 4:4
۲۰۲۶ جولای ۲۶
Hebrews 11:8
۲۰۲۶ جولای ۲۵
1 John 3:14
۲۰۲۶ جولای ۲۴
Romans 12:12
۲۰۲۶ جولای ۲۳
1 Corinthians 15:24