جمعه د ۲۰۲۶ د جولای ۲۴

ورځنی رڼا

۲۰۲۶ جولای ۲۴

خو هغه د خُدائ پاک په لوظ شکمن نۀ شو بلکې په خپل ايمان کښې نور هم مضبوط شو او خُدائ پاک ته يې جلال ورکړو.

روميان 4:20

عيسىٰ ورته جواب ورکړو چې، ”په خُدائ پاک ايمان ساتئ. زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې کۀ څوک دې غر ته ووائى چې د دې خپل ځايه اوچت شه او سمندر کښې وغورزېږه، او په زړۀ کښې يې شک نۀ وى او ايمان ساتى، نو هر څۀ چې وائى هغه به د هغۀ دپاره وشى. ځکه زۀ تاسو ته وايم، تاسو چې د څۀ دپاره هم دُعا کوئ نو ايمان ساتئ چې دا تاسو حاصل کړو نو هغه به ستاسو شى.

مرقوس 11:22-24

او بغېر د ايمان نه د خُدائ پاک خوشحالول ناممکن دى، ځکه چې څوک خُدائ پاک ته راځى هغوئ ته په دې ايمان راوړل په کار دى چې هغه موجود دے او چې څوک هغه لټوى، هغوئ ته اجر ورکوى.

عبرانيان 11:6

هم د ايمان په وسيله اِبراهيم د آزمېښت په وخت اِسحاق د قربانۍ په توګه پېش کړو. اِبراهيم چا سره چې خُدائ پاک لوظونه کړى وُو هغه دې ته تيار شو چې خپل يکى يو زوئ قربان کړى، کۀ څۀ هم چې خُدائ پاک فرمائيلى وُو، ”چې هم د اِسحاق نه به ستا نسل قائم وى.“ ځکه چې د اِبراهيم په دې ايمان وو چې خُدائ پاک د مړو نه د بيا ژوندى کېدلو قدرت لرى، نو څنګه چې هغۀ وئيل نو هم هغسې يې هغه د مړو نه بيا ژوندے وموندلو.

عبرانيان 11:17-19

هغه په دې خبره پوره مطمئن وو چې خُدائ پاک خپل کړے لوظ پوره کولے شى.

روميان 4:21

داسې څۀ شته چې د مالِک خُدائ دپاره مشکل وى؟ لکه چې څنګه ما ووئيل، په راتلونکى کال به زۀ واپس راځم او د ساره به يو زوئ پېدا شى.“

پېدايښت 18:14

خو عيسىٰ هغوئ ته وکتل او ورته يې وفرمائيل چې، ”د بنى آدم دپاره خو دا ناممکنه ده خو خُدائ پاک ته هر څۀ ممکن دى.“

متى 19:26

مريدانو مالِک ته ووئيل چې، ”زمونږ ايمان قوى کړه.“

لوقا 17:5

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې