دا لکه د حرمون د پرخې په شان چې د صيون په غر باندې راوريږى، دا ځکه چې مالِک خُدائ هلته خپلو خلقو ته برکت ورکوى. تر دې چې ابدى ژوندون ورکوى.
زبور 133:3
ورځنی رڼا
دا لکه د حرمون د پرخې په شان چې د صيون په غر باندې راوريږى، دا ځکه چې مالِک خُدائ هلته خپلو خلقو ته برکت ورکوى. تر دې چې ابدى ژوندون ورکوى.
زبور 133:3
دا مُلک د ارنون سيند په غاړه، د عروعير ښار نه واخله، د سِريون غرۀ پورې خور وو، کوم چې حرمون دے.
ګردان 4:48
دا لکه د حرمون د پرخې په شان چې د صيون په غر باندې راوريږى، دا ځکه چې مالِک خُدائ هلته خپلو خلقو ته برکت ورکوى. تر دې چې ابدى ژوندون ورکوى.
زبور 133:3
زۀ به د بنى اِسرائيل دپاره د پرخې په شان يم. زۀ به هغوئ لکه د نيلوفر ګل و ګلزار کړم، د لبنان د دِيار د ونو په شان به يې جرړې مضبوطې وى.
هوسيع 14:5
زما تعليمات به د باران په شان راپرېوځى، او زما پېغام به د پرخې په شان راکوزيږى. پرېږده چې زما خبرې په تازه واښو باندې د باران په شان راپرېوځى، او چې د نرى باران په شان په شنو بوټو باندې ووريږى.
ګردان 32:2
لکه څنګه چې باران او واوره د آسمان نه راوريږى او هسې واپس نۀ ځې بلکې زمکه اوبۀ کوى. دې سره فصلونه راشنۀ کيږى زميندار له تخم او اوږى له خوراک ورکوى. زما کلام هم، هم دغسې دے. چې زما د خولې نه وځې نو خالى لاس به واپس نۀ راځى. دا به زما مرضى پوره کوى او په هغه هر څۀ کښې به کامياب وى د څۀ دپاره چې ما لېږلے وى.
يشعياه 55:10-11
ځکه څوک چې خُدائ پاک رالېږلے وى هغه د خُدائ کلام بيانوى، ځکه چې خُدائ پاک روحُ القُدس بېاندازې ورکوى.
يوحنا 3:34
ځکه چې مونږ ټولو د هغۀ د ټولې معمورتيا نه په فضل دپاسه فضل وموندلو.
يوحنا 1:16
دا د هغه قيمتى تېلو په شان چې په سر باندې لګولے شوى وى، او د هارون په ږيره بهېدلى وى، او د هغۀ د چُوغې په غاړه راروان وى.
زبور 133:2
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۶ جولای ۱۸
John 10:3
۲۰۲۶ جولای ۱۷
Jonah 4:2
۲۰۲۶ جولای ۱۶
Exodus 19:6
۲۰۲۶ جولای ۱۵
Matthew 6:10
۲۰۲۶ جولای ۱۴
Matthew 12:34
۲۰۲۶ جولای ۱۳
Song of Solomon 7:10
۲۰۲۶ جولای ۱۲
Exodus 33:14