درېنۍ د ۲۰۲۶ د جولای ۱۴

ورځنی رڼا

۲۰۲۶ جولای ۱۴

د مشر د طرف نه، خوږ ګايوس ته، د چا سره چې زۀ د زړۀ نه مينه کوم. زما خوږه ګايوسه، زۀ دُعا غواړم چې تۀ دې داسې روغ جوړ اوسې لکه څنګه چې په روحانى توګه روغ جوړ يې. کله چې وروڼه راغلل او ما ته يې دا ګواهى راکړه چې تۀ څومره رښتينے ژوند تېروې نو په دې ډېر خوشحاله شوم او چې تۀ څومره په رښتينې لار روان يې. د دې نه زياته خوشحالى ما ته په بل هيڅ څيز کښې نشته چې کله زۀ دا واورم چې زما بچى په حقه لار روان دى. اے ګرانه وروره، تۀ د وروڼو په خِدمت کښې ډېر وفادار يې، اګر کۀ تا ته هغوئ پردى دى. هغوئ دلته د جماعت په وړاندې ستا د ښۀ ورورولۍ ګواهى ورکړه. نو دا به ستا مهربانى وى چې د دوئ په سفر کښې هم هغه شان مدد جارى وساتى د کومې ورورولۍ نه چې خُدائ پاک رضا وى. هغوئ د عيسىٰ د نوم د خِدمت کولو دپاره په سفر ووتل او د بې‌دينو نه يې هيڅ قسمه مدد حاصل نۀ کړو. نو په دې وجه په مونږ لازم دى چې د داسې خلقو مدد وکړُو نو چې مونږ د حقيقت په خورولو کښې د هغوئ ملګرى شُو. ما جماعت ته څۀ وليکل خو ديوترفيس چې د مشرۍ شوق لرونکے دے هغه زمونږ اختيار نۀ منى. نو کۀ زۀ درغلم نو هغه کارونه به درته په ګوته کړم کوم چې هغه کوى او زمونږ خلاف فضول او بدې خبرې کوى، او لا په دې هم نۀ صبريږى بلکې زمونږ وروڼو ته د هر کلى وئيلو نه هم اِنکار کوى او څوک چې داسې کوى هغوئ هم منع کوى تر دې چې د جماعت نه يې هم شړى. زما خوږه ملګريه، د بدۍ پيروى مۀ کوه بلکې ښۀ کوه، ښۀ کار کوونکى د خُدائ پاک بچى دى او څوک چې بد کارونه کوى هغوئ خُدائ ليدلے نۀ دے. د ديميتريوس دپاره هر څوک ښۀ ګواهى ورکوى او دا حقيقت هم دے، مونږ پخپله هم د هغۀ ګواهى ورکوو او تۀ خبر يې چې زمونږ ګواهى رښتينې ده. ما سره تاسو ته د ليکلو دپاره ډيرې خبرې دى خو دا نۀ غواړم چې په قلم او سياهۍ يې وليکم. زما اُميد دے چې ډېر زر به تاسو ووينم او مخامخ به د يو بل سره خبرې وکړُو. په تا دې سلامتى وى. ستاسو ملګرى تاسو ته سلام وائى، هلته هر يو ملګرى ته په نامه سلام ووايه.

درېم يوحنا 1

اے، چې تۀ آسمان وشلوې او راکوز شې، نو غرونه به تا وګورى او ستا په وړاندې به په ريږدېدو شى.

يشعياه 64:1

څنګه چې هوسۍ د نِهر اوبو پسې تلوسه کوى، داسې خُدايه پاکه، زړۀ مې تا پسې تلوسه کوى. زما زړۀ د خُدائ پاک تږے دے، زۀ د ژوندى خُدائ پاک تږے يم. زۀ به کله لاړ شم چې د هغۀ حضور کښې ودرېږم؟

زبور 42:1-2

زما جانانه، زر په منډه راشه، او يا لکه د هوسۍ او د ځوان غرڅۀ په شان راشه خوشبوداره غونډو ته راشه.

غزلې 8:14

خو مونږ د آسمان اوسېدونکى يُو او مونږ د آسمان نه د خلاصوونکى مالِک عيسىٰ مسيح د راتلو په اِنتظار کښې يُو.

فيليپيانو 3:20

نو چې مونږ د هغه مبارک اُميد، او د خپل لوئ خُدائ پاک او خلاصوونکى عيسىٰ مسيح د جلال د څرګندېدو په اِنتظار کښې يُو.

تيطوس 2:13

د پولوس د طرف نه خط چې د خلاصوونکى خُدائ پاک او د عيسىٰ مسيح په حکم څوک چې مونږ له اُميد راکوى، د عيسىٰ مسيح رسول دے،

اول تيموتيوس 1:1

تاسو هغۀ سره داسې مينه کوئ اګر چې هغه مو ليدلے نۀ دے. او نۀ يې اوس وينئ، خو تاسو په هغۀ يقين ساتئ، او په جلالى انداز کښې خوشحالى کوئ کومه چې د بيان نه بهر ده.

اول پطروس 1:8

څوک چې د دې خبرو ګواهى ورکوى هغه وائى چې، ”آو، زۀ زر درځم.“ آمين، مالِک عيسىٰ، راشه.

رويا 22:20

په هغه وخت به هغوئ وائى، ”وګورئ دا دے زمونږ خُدائ پاک. مونږ د هغۀ په انتظار وُو او هغۀ مونږ آزاد کړُو. دا دے هغه مالِک خُدائ د چا چې مونږ په انتظار وُو. راځئ چې د هغۀ په خلاصون باندې د خوشحالۍ جشن وکړُو.“

يشعياه 25:9

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې