هغه تږو له تنده ماتوى او اوږى په ښۀ خوراکونو مړوى.
زبور 107:9
ورځنی رڼا
هغه تږو له تنده ماتوى او اوږى په ښۀ خوراکونو مړوى.
زبور 107:9
اوس تاسو د مالِک د مهربانه کېدو خوند اخستے دے.
اول پطروس 2:3
اے خُدايه، تۀ زما خُدائ پاک يې. د زړۀ نه ستا په لټون کښې يم، روح او زما ځان ستا تږے دے، لکه اوبۀ چې نۀ وى په زمکه خشکه او شاړه. تۀ ما په خپل مقدس مقام کښې ليدلے يې، او ستا جلال او زور هم ما ليدلے دے.
زبور 63:1-2
روح مې ليواله دے تر دې چې ناتوانه دے، د دې دپاره چې زۀ د مالِک خُدائ دربار ته ننوځم. زما زړۀ او زما ځان په چغه د ژوندى خُدائ ثناء صِفت کوى.
زبور 84:2
زۀ په يو دوه کښې حېران يم. زما زړۀ خو دا غواړى چې رُخصت شم او مسيح له لاړ شم ځکه چې دا ډېره زياته بهتره ده،
فيليپيانو 1:23
ځکه زۀ يمه صادق ستا مخ به ووينم، زۀ چې کله راپاڅم ستا ديدن به وکړم په ليدو ستا به مطمئن شم.
زبور 17:15
هغوئ به بيا هيڅکله نۀ اوږى کيږى، نۀ تږى کيږى، نمر به دوئ نۀ تنګوى او نۀ به تېزه ګرمى تکليف وررسوى. ځکه چې هغه ګډُورے چې د تخت په مينځ کښې دے، هغه به د دوئ شپونکے وى او هغه به دوئ د ژوندون د اوبو چينو ته بوځى، او خُدائ پاک به د دوئ د سترګو نه ټولې اوښکې پاکې کړى.“
رويا 7:16-17
معمور به کړې هغوئ په پرېمانه مېلمستيا د خپل کور، او تۀ به هغوئ د خپل برکتونو د درياب نه کړې معمور.
زبور 36:8
زۀ به د هغوئ اِمامان په غوړو زېړو خوراکونو ماړۀ کړم، او زما خلق به زما په نعمتونو باندې ماړۀ پټ شى. مالِک خُدائ دا فرمائى.“
يرمياه 31:14
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۶ جولای ۱۰
Matthew 10:24
۲۰۲۶ جولای ۹
Zechariah 3:4
۲۰۲۶ جولای ۸
1 John 1:9
۲۰۲۶ جولای ۷
Matthew 4:1
۲۰۲۶ جولای ۶
Colossians 4:6
۲۰۲۶ جولای ۵
1 John 4:16
۲۰۲۶ جولای ۴
John 13:23