زما ګرانو بچو، د دغو خبرو د ليکلو نه زما مطلب دا دے چې تاسو ګناه ونۀ کړئ، خو کۀ څوک ګناه وکړى نو د پلار سره زمونږ يو شفاعت کوونکے دے، يعنې عيسىٰ مسيح چې صادق دے. او هغه زمونږ د ګناهونو کفاره دے، او هغه نۀ يواځې زمونږ د ګناهونو بلکې د ټولې دُنيا د ګناهونو کفاره هم دے.
اول يوحنا 2:1-2
چې څنګه دوئ د فِرعون د دربار نه راووتل، نو دوئ د موسىٰ او هارون سره مِلاو شول، ځکه چې هغوئ د دوئ اِنتظار کولو. دوئ موسىٰ او هارون ته ووئيل، ”مالِک خُدائ دې په خپله ستاسو عدالت وکړى او سزا دې درکړى ځکه چې تاسو د فِرعون او د هغۀ د درباريانو په زړُونو کښې نفرت پېدا کړے دے. تاسو هغۀ له زمونږ د قتل بهانه ورکړې ده.“
بيا موسىٰ مالِک خُدائ ته واپس وګرځېدو او ورته يې وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، تۀ د دې خلقو سره ولې بد سلوک کوې؟ تا زۀ ولې دلته رالېږلے يم؟
هِجرت 5:20-22
بېشکه چې څوک د خُدائ نه يريږى د هغۀ خلاصون هغۀ ته نزدې دے،
نو دغه شان به د هغۀ جلال زمونږ په خاوره کښې اوسيږى.
ابدى مينه او وفادارى به دواړه خپلو کښې ترغاړه شى،
سلامتى او صداقت به يو بل ښُکلوى.
زبور 85:9-10
خو تا سره د معافۍ امکان شته دے،
نو په دې وجه خُدايه، چې مونږ ستا په يره وپوهېږو.
زبور 130:4
اے بنى اِسرائيلو، د مالِک خُدائ اُميد ساتئ،
د مالِک خُدائ مينه ابدى ده
او هغۀ سره پوره خلاصون دے.
او هغه په خپله به د هغوئ د ټولو ګناهونو نه
د بنى اِسرائيلو فديه ورکړى.
زبور 130:7-8
ځکه چې ټولو ګناه کړې ده او د خُدائ پاک د لويئ نه محروم دى. خو هغوئ د خُدائ پاک په فضل سره مفت صادق شول د هغه خلاصون په وسيله چې په عيسىٰ مسيح کښې دے. ځکه چې خُدائ پاک مسيح د دې دپاره مقرر کړے وو چې د هغۀ د قربانۍ په کفاره او په هغۀ د ايمان په وسيله ګناهونه ووينځى. او هغۀ دا کار د دې دپاره وکړو چې خپل صداقت ښکاره کړى. ځکه چې خُدائ پاک صابر دے او په تېرو شوو ګناهونو يې څۀ غم غرض ونۀ کړو،
روميان 3:23-25