څلرنۍ د ۲۰۲۶ د جولای ۱

ورځنی رڼا

۲۰۲۶ جولای ۱

بيا سموئيل يو کاڼے واخستلو او د مصفاه او شين په مينځ کښې يې ولګولو او وې فرمائيل، ”مالِک خُدائ زمونږ هر قِسم مدد کړے دے.“ او په دې باندې يې ”د مدد کاڼے“ نوم کېښودو.

اول سموئيل 7:12

مالِک خُدائ ساده زړۀ لرونکى خلق بچ کوى، کله چې زۀ ډېر سخت حاجتمند ومه هغۀ زۀ بچ کړم.

زبور 116:6

ثناء صِفت دې مالِک خُدائ ته وى، ځکه چې د رحم دپاره هغۀ زما ژړا واورېدله. مالِک خُدائ زما قوت دے زما ډال دے، زما په هغۀ د خپل ټول زړۀ سره يقين دے، هغۀ ما سره مدد وکړو، او زړۀ مې خوشحاله دے، زۀ به د ثناء صِفت سندرو سره د هغۀ شکريه ادا کړم.

زبور 28:6-7

دا ښۀ ده چې په مالِک خُدائ کښې پناه واخلم، د دې په ځائ چې په بنيادم توکل وکړم. دا بهتره ده چې په مالِک خُدائ کښې پناه واخلم، نه چې په شهزادګانو توکل وکړم.

زبور 118:8-9

بختور دى هغوئ د چا مدد چې د يعقوب خُدائ پاک وى، او د چا اُميد چې په مالِک خُدائ يعنې په خپل خُدائ پاک وى.

زبور 146:5

هغۀ هغوئ ته نېغه لاره وښودله ترڅو چې هغوئ د اوسېدلو دپاره هغه ښار پېدا کړى.

زبور 107:7

مالِک خُدائ چې د بنى اِسرائيلو سره څومره وعدې کړې وې نو په هغې کښې يوه هم نۀ وه ناکامه شوې او ټولې يې پوره کړې وې.

يشوَع 21:45

عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل، ”کله چې ما تاسو بې‌پېسو، بې‌بټوې او بې‌پيزاره تش لاس لېږلى وئ، ولې تاسو د څۀ څيز حاجتمند شوئ؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”نه.“

لوقا 22:35

ځکه چې تۀ زما مددګار يې، په سورى د وزرو کښې ستا د خوشحالۍ سندرې وايم.

زبور 63:7

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې