جمعه د ۲۰۲۶ د جون ۲۶

ورځنی رڼا

۲۰۲۶ جون ۲۶

دا هغه شپه وه چې د مالِک خُدائ په دوئ نظر وو چې کله يې دوئ د مِصر نه راوويستل، نو دغه شپه به د همېشه دپاره مالِک خُدائ ته وقف وى نو ټول بنى اِسرائيل به په هم دې وجه په راتلونکى وخت کښې په دې شپه بېدار اوسيږى.

هِجرت 12:42

ځکه چې کومې خبرې ما تاسو ته حواله کړې نو هغه ما د مالِک نه حاصلې کړې دى، چې په کومه شپه د مالِک عيسىٰ مُخبرى وشوه روټۍ يې راواخسته، او کله چې هغۀ پرې شُکر وکړو نو ماته يې کړه او وې فرمائيل چې، ”دا زما بدن دے چې ستاسو دپاره دے. زما په ياد کښې دغه شان کوئ.“ هم دغه شان هغۀ د روټۍ نه پس پيالۍ واخسته او وې فرمائيل چې، ”دا پيالۍ زما په وينه کښې د خُدائ پاک او انسانانو په مينځ کښې نوے لوظ دے. هر کله چې دا څښئ نو زما په ياد کښې يې څښئ.“

اول کورنتيان 11:23-25

هغه په خپله د هغوئ نه يو څو قدمه وړاندې لاړو، په ګوډو شو او دُعا يې شروع کړه،

لوقا 22:41

او په سخته پرېشانۍ کښې يې لا نوره هم په جوش سره دُعا وکړه او د هغۀ خوله لکه د وينو د څاڅکو په شان په زمکه څڅېدله.

لوقا 22:44

د غرمې په وخت کښې چې د فسح اختر د تيارولو ورځ وه، پيلاطوس يهوديانو ته ووئيل، ”وګورئ، دا دے ستاسو بادشاه.“

يوحنا 19:14

بيا پيلاطوس عيسىٰ هغوئ ته د سولۍ کولو دپاره په حواله کړو. نو هغوئ عيسىٰ بوتلو. او هغۀ خپله سولۍ په خپله پورته کړې وه، او هغه بهر هغه ځائ ته لاړو چې ورته د کوپړو ځائ وائى، او په آرامى ژبه کښې ورته ګولګتا وائى. هلته هغوئ هغه په سولۍ کړو او ورسره يې دوه نور هم، يو ښى لاس ته او بل ګس لاس ته، او عيسىٰ د هغوئ په مينځ کښې وو.

يوحنا 19:16-18

خپل ځان نه زړه خمبيره وباسئ، نو چې تاسو لکه د تازه پتيره اوړو په شان جوړ شئ ځکه چې په حقيقت کښې تاسو د خمبيره اوړو په شان نۀ يئ، نو تاسو پاک يئ، ځکه چې مسيح د فسح اختر ګډُورے، زمونږ دپاره قربان شوے دے. نو راځئ چې مونږ اختر وکړُو، نۀ په زړه خمبيره او نۀ د بدۍ او نۀ د شرارت په خمبيره بلکې په صفا زړۀ او د رښتياو په پتيره روټۍ باندې.

اول کورنتيان 5:7-8

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې