د خُدائ پاک په حضور کښې په خبرو کولو کښې تېزى مۀ کوه، د هغۀ په وړاندې په څۀ بيان کولو کښې جلدى مۀ کوه. ځکه چې هغه په آسمان کښې دے او تۀ په زمکه باندې يې، نو د ضرورت نه زياتې خبرې مۀ کوه.
معلِم 5:2
ورځنی رڼا
د خُدائ پاک په حضور کښې په خبرو کولو کښې تېزى مۀ کوه، د هغۀ په وړاندې په څۀ بيان کولو کښې جلدى مۀ کوه. ځکه چې هغه په آسمان کښې دے او تۀ په زمکه باندې يې، نو د ضرورت نه زياتې خبرې مۀ کوه.
معلِم 5:2
او کله چې تاسو دُعا کوئ نو په دُعا کښې د بېدينه قومونو په شان د بېمطلبه خبرو تکرار مۀ کوئ، د چا چې دا خيال وى چې د ډېرو وئيلو په وجه به د هغوئ واورېدے شى. د هغوئ پېښې مۀ کوئ، ستاسو آسمانى پلار ستاسو د غوښتو نه وړاندې ستاسو په حاجتونو خبر دے.
متى 6:7-8
چې کوم غوَيے ورله راوستلے شوے وو نو هغوئ هغه بوتلو، تيار يې کړو او د سحر نه تر غرمې پورې يې بعل ته سوال کولو. هغوئ چغې وهلې، ”بعله، مونږ ته څۀ ووايه.“ خو هيڅ جواب نۀ راتلو. او چې کومه قربانګاه يې جوړه کړې وه د هغې نه ګېرچاپېره ګډېدل.
اول بادشاهان 18:26
”دوه سړى د دُعا دپاره د خُدائ کور ته لاړل، يو فريسى وو او بل محصولچى. فريسى ودرېدو او داسې دُعا يې شروع کړه، اے خُدايه پاکه، ستا شُکر دے چې زۀ د نورو خلقو په شان نۀ خو دوکه مار، نۀ بېايمانه، نۀ زناکار او نۀ لکه د هغه محصولچى په شان يم.
لوقا 18:10-11
خو محصولچى لرې ولاړ وو او پاس آسمان ته يې نۀ کتل او خپله سينه يې وهله او وئيل يې، اے خُدايه پاکه، په ما رحم وکړه، زۀ ستا ګناه ګار يم. زۀ تاسو ته وايم چې هم دا سړے د هغه اولنى سړى نه زيات صادق کور ته واپس لاړو، ځکه هر څوک چې ځان اوچتوى، هغه به عاجز کړے شى او څوک چې ځان عاجز کړى، هغه به اوچت کړے شى.“
لوقا 18:13-14
يوه ورځ داسې وشول چې عيسىٰ په يو ځائ کښې دُعا کوله. هغۀ چې دُعا خلاصه کړه نو د هغۀ يو مريد ورته ووئيل، ”مالِکه، مونږ ته د دُعا کولو طريقه وښايه لکه څنګه چې يحيىٰ خپلو مريدانو ته ښودلې وه.“
لوقا 11:1
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۶ جون ۲۹
1 John 5:3
۲۰۲۶ جون ۲۸
Job 19:25
۲۰۲۶ جون ۲۷
Revelation 6:17
۲۰۲۶ جون ۲۶
1 Chronicles 4:10
۲۰۲۶ جون ۲۵
1 John 3:2
۲۰۲۶ جون ۲۴
Numbers 10:33
۲۰۲۶ جون ۲۳
John 14:16-17