جمعه د ۲۰۲۶ د جولای ۳

ورځنی رڼا

۲۰۲۶ جولای ۳

بلکې خُدائ پاک د دُنيا کمزورى، سپک او بې‌اصله خلق غوره کړل د دې دپاره چې په هغوئ معتبر خلق نشت کړى،

اول کورنتيان 1:28

په سختې حېرانتيا سره هغوئ تپوس وکړو چې، ”دا ټول ګليليان نۀ دى چې خبرې کوى څۀ؟

اعمال 2:7

عيسىٰ د ګليل درياب په غاړه ګرځېدو چې دوه وروڼه يې وليدل، يو شمعون چې د پطروس په نوم ياديږى او د هغۀ ورور اندرياس. هغوئ په درياب کښې جال اچولو ځکه چې هغوئ ماهيګر وُو. عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”ما پسې راځئ او زۀ به تاسو آدم‌ګير جوړ کړم.“

متى 4:18-19

کله چې دوئ د پطروس او يوحنا زړۀ ورتيا وليدله او دا هم ورته معلومه شوه چې دوئ عام او بې‌علمه خلق وُو، نو هغوئ حېران شول او وې پېژندل چې دا د عيسىٰ ملګرى وُو.

اعمال 4:13

زما د بيان او د زيرى د اثر وجه د حِکمت او په مائل کوونکو خبرو نۀ وو بلکې هغه د خُدائ پاک د روح او د قدرت د مخه ثابت وو، نو ما دا ځکه وکړل چې ستاسو ايمان د انسان د حِکمت په بنياد نه بلکې د خُدائ پاک په قدرت ولاړ وى.

اول کورنتيان 2:4-5

تاسو زۀ غوره کړے نۀ يم خو ما تاسو غوره کړى يئ او ما تاسو مقرر کړئ چې لاړ شئ او مېوه ونيسئ، هغه مېوه چې د تل ده. نو پلار به تاسو ته هر هغه څۀ درکړى څۀ چې تاسو زما په نوم د هغۀ نه وغواړئ.

يوحنا 15:16

زۀ د انګور بوټے يم او تاسو زما څانګې يئ. څوک چې په ما کښې اوسى او زۀ په هغوئ کښې نو هغوئ ډېره مېوه نيسى، ځکه چې زما نه بغېر تاسو هيڅ نۀ شئ کولے.

يوحنا 15:5

But we have this treasure in clay vessels, that the exceeding greatness of the power may be of God, and not from ourselves.

2 Corinthians 4:7

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې