يونۍ د ۲۰۲۶ د جولای ۵

ورځنی رڼا

۲۰۲۶ جولای ۵

په خپلو کښې په يو زړۀ اوسئ، لوئ لوئ خيالونه مۀ کوئ بلکې د بې‌وسو ملګرتيا کوئ او خپل ځان هوښيار مۀ ګڼئ.

روميان 12:16

اے زما وروڼو او خوېندو، کۀ چرې ستاسو زمونږ په مالِک عيسىٰ مسيح ايمان وى څوک چې د جلال مالِک دے، نو بيا تاسو څنګه طرفدارى کولے شئ؟

يعقوب 2:1

اے زما خوږو وروڼو او خوېندو، واورئ، ولې خُدائ پاک هغوئ نۀ دى غوره کړى څوک چې د دُنيا په نظر کښې غريب دى چې په ايمان به مالداره شى او د هغه بادشاهۍ وارثان به شى چې مالِک يې د هغوئ سره وعده کړې ده څوک چې ورسره مينه کوى؟

يعقوب 2:5

تاسو خپلې فائدې مۀ لټوئ بلکې د نورو هم لټوئ.

اول کورنتيان 10:24

خو کۀ مونږ سره خوراک او جامې وى نو مونږ دې په هغې خوشحاله يُو. خو څوک چې مالداره کېدل غواړى نو هغوئ په آزمېښتونو او د ډېرو نورو عبثو نقصانى خواهشونو په دام کښې راګېر شى کوم چې خلق د تباهۍ او هلاکت په درياب کښې غرقوى.

اول تيموتيوس 6:8-9

خو خُدائ پاک د دُنيا بې‌وقوفان غوره کړل د دې دپاره چې هوښياران شرمنده کړى، او خُدائ پاک د دُنيا کمزورى غوره کړل د دې دپاره چې زورَور شرمنده کړى. بلکې خُدائ پاک د دُنيا کمزورى، سپک او بې‌اصله خلق غوره کړل د دې دپاره چې په هغوئ معتبر خلق نشت کړى، نو چې بيا هيڅوک هم د خُدائ پاک په وړاندې فخر ونۀ کړى.

اول کورنتيان 1:27-29

زما زړۀ کبرژن نۀ دے اے مالِکه خُدايه، زما سترګې مغروره نۀ دى او نۀ خپل ځان په غټو مسائيلو کښې راګېروم، او نۀ په هغه حېرانونکى څيزونو کوم چې زما د فکر نه بهر دى.

زبور 131:1

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې