پينځنۍ د ۲۰۲۶ د جولای ۹

ورځنی رڼا

۲۰۲۶ جولای ۹

نو د هر ګلکار کار به په خپله ښکاره شى ځکه چې د قيامت په ورځ به دا په اور راڅرګند شى. او زمونږ د کار نېکى او بدى به په اور وآزمائيلے شى.

اول کورنتيان 3:13

نو په دې وجه د مقرر شوى وخت نه وړاندې فېصله مۀ کوئ، د مالِک د راتلو تر وخته انتظار وکړئ. هغه به د تيارې پټې خبرې رڼا ته څرګندې کړى او د زړۀ مقصدونه به راښکاره کړى. په هغه وخت کښې څوک چې د څومره تعريف قابل وى خُدائ پاک به دومره د هغۀ تعريف وکړى.

اول کورنتيان 4:5

خو تاسو ولې په بل ايماندار ورور يا خور اِلزام لګوئ؟ يا تاسو ولې بل ايماندار ورور يا خور ته سپک ګورئ؟ ځکه چې مونږ ټول به د خُدائ پاک د عدالت د تخت په وړاندې ودرېږو.

روميان 14:10

نو بيا مونږ هر يو به خُدائ پاک ته خپل حساب ورکوو. نو په کار دے چې مونږ نور په يو بل اِلزام ونۀ لګوُو. بلکې دا کلکه اراده وکړو چې کله به هم د بل په لار کښې د تيندک خوړلو ګټ يا خنډ نۀ کېږدو.

روميان 14:12-13

دا هغه زيرے دے چې زۀ يې تاسو ته اوروم، هغه ورځ راتلونکى ده چې خُدائ پاک به د عيسىٰ مسيح په وسيله د خلقو د پټو خيالونو عدالت وکړى.

روميان 2:16

بيا دا چې پلار د هيچا عدالت هم نۀ کوى بلکې دا ټول اختيار يې زوئ ته سپارلے دے

يوحنا 5:22

او هغۀ عيسىٰ ته د عدالت اختيار ورکړو ځکه چې هغه اِبن آدم دے.

يوحنا 5:27

تۀ زرګونو خلقو سره مينه کوې، خو د مور پلار د ګناهونو په وجه تۀ د هغوئ بچو له سزا ورکوې. اے عظيم او طاقتور خُدايه، د چا نوم چې مالِک خُدائ ربُ الافواج دے، ستا مقصد عظيم او ستا کارونه زورَور دى. ستا سترګې د انسان ټولې لارې وينى، او تۀ هر يو ته د خپل چال چلن او عمل په مطابق اجر ورکوې.

يرمياه 32:18-19

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې