ځکه چې غوږونه خبرې داسې معلوموى لکه څنګه چې ژبه د خوراک په خوند پوهيږى.
ايُوب 34:3
ورځنی رڼا
ځکه چې غوږونه خبرې داسې معلوموى لکه څنګه چې ژبه د خوراک په خوند پوهيږى.
ايُوب 34:3
ګرانو دوستانو، په هر چا يقين مۀ کوئ څوک چې دا دعوىٰ کوى چې هغه د خُدائ د روح نه خبرې کوى بلکې تاسو هر يو کس آزمايئ چې هغه روح د خُدائ پاک د طرفه دے او کۀ نه، ځکه چې ډېر دروغژن نبيان په دُنيا کښې راپېدا شوى دى.
اول يوحنا 4:1
په ظاهرى صورت فېصله مۀ کوئ بلکې په اِنصاف سره فېصله کوئ.“
يوحنا 7:24
تاسو په خپله پوهيږى څۀ چې زۀ وايم تاسو د هغې په خپله جاج واخلئ.
اول کورنتيان 10:15
Let the word of Christ dwell in you richly; in all wisdom teaching and admonishing one another with psalms, hymns, and spiritual songs, singing with grace in your heart to the Lord.
Colossians 3:16
د چا چې غوږونه وى، هغه دې واورى چې روحُ القُدس جماعتونو ته څۀ فرمائى.“
رويا 2:29
څوک چې روحانى خلق دى هغوئ هر څۀ آزمائى خو هغه په خپله هيڅوک نۀ شى آزمائيلے.
اول کورنتيان 2:15
عيسىٰ دا هم وفرمائيل، ”ما ته توجو وکړئ چې څۀ اورئ، نو چې څنګه تاسو د بل ناپ تول کوئ، دغه رنګ به ستاسو ناپ تول کولے شى، بلکې لږ څۀ زيات.
مرقوس 4:24
زۀ ستا د ټولو عملونو نه خبر يم. او ما ته ستا د خوارۍ او صبر هم پته ده. او ما ته د دې هم پته ده چې تۀ بدکاره خلق نۀ شې زغملے، تا هغوئ وآزمائيل څوک چې ځان ته رسولان وائى خو نۀ دى، او دروغژن دې ثابت کړل.
رويا 2:2
خو ټولې پېشګويانې وآزمايئ او چې کومې ښې وى هغه راټينګوئ.
اول تِسالونيکيان 5:21
څوکيدار هغۀ ته دروازه کولاووى، او ګډې د هغۀ آواز اورى او هغه خپلې ګډې په نوم رابلى او هغوئ په هغۀ پسې روانې وى. کله چې هغه خپلې ټولې ګډې رابهر کړې نو هغه ترې وړاندې ځى او ګډې ورپسې، ځکه چې هغوئ د هغۀ آواز پېژنى. هغوئ به نا آشنا سړى پسې چرې هم نۀ ځى. بلکې هغوئ به د هغۀ نه وتښتى ځکه چې هغوئ د نا آشنا سړى آواز نۀ پېژنى.“
يوحنا 10:3-5
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۶ جولای ۱۴
Matthew 12:34
۲۰۲۶ جولای ۱۳
Song of Solomon 7:10
۲۰۲۶ جولای ۱۲
Exodus 33:14
۲۰۲۶ جولای ۱۱
Jeremiah 15:20
۲۰۲۶ جولای ۱۰
Matthew 10:24
۲۰۲۶ جولای ۹
Zechariah 3:4
۲۰۲۶ جولای ۸
1 John 1:9